مهترلام (پژواک، ۱۵ لېندۍ ۱۴۰۱): د لغمان په مرکز، الینګار او قرغیو ولسوالیو کې د څه باندې ۳۷ میلیون افغانیو په لګښت د ۱۰ ژورو څاهګانو کېندلو کار پيل شو.
د لغمان د والي ویاند مولوي سلامت خان بلال نن (د لېندۍ ۱۵مه) پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه څاهګانې د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) په مالي ملاتړ کېندل کېږي چې لګښت يې ۳۷ میلیونه ۲۶۹ زره افغانۍ اټکل شوی دی.
ده زیاته کړه، دغه څاهګانې په یو شمېر ښوونځيو او کلیو کې جوړېږي چې چارې به يې د یوه کال په موده کې بشپړې شي.
نوموړي وویل چې د یادو څاهګانو په کېندلو سره به ۱۲۶۶ کورنیو او ۱۳۲۹۰ زدهکوونکو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شي.
خلک د حکومت له دې اقدامه خوښ دي، خو وايي چې دغه ډول پروژې دې زیاتې شي.
د قرغیو ولسوالۍ اړوند د فرمانخېلو سیمې قومي مشر محمد کامران پژواک خبري اژانس ته وویل، د دوی په کلي کې شاوخوا ۱۳۰ کورنۍ ژوند کوي او د څښاک پاکې اوبه له دوه کیلومتره لرې ځایه د څارویو په وسیله راوړي.
ده هیله څرګنده کړه چې د یادو څاهګانو په جوړېدو سره به د پاکو اوبو په برخه کې د خلکو ستونزې حل شي.
هغه زیاته کړه، د قرغیو په ډېری سیمو کې خلک د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري او حکومت دې دا ډول پروژې زیاتې کړي.
د الینګار ولسوالۍ اړوند د منګو د هلکانو لېسې امر اخترمحمد پژواک اژانس ته وویل، په ښوونځي کې یې د څښاک پاکو اوبو یوه لاسي بمبه اوس هم شته، خو کله کله يې د څا اوبه وچې وي.
د هغه په وینا، زدهکوونکي په دې برخه کې له ډېرو ستونزو سره مخ دي او کله چې د ښوونځي بمبې اوبه وچې شي، نو بیا یوه او بله خوا په اوبو پسې سرګردانه وي.
نوموړي زیاته کړه، اوس هیله لري چې د دغو ژورو څاهګانو په جوړېدو سره د پاکو اوبو د کمښت ستونزه حل شي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










