ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تخار کې  یو شمېر بېوزله کسان: تراوسه مو هېڅ ډول بشري مرسته نه ده ترلاسه کړې

تخار کې  یو شمېر بېوزله کسان: تراوسه مو هېڅ ډول بشري مرسته نه ده ترلاسه کړې

author avatar
6 Dec 2022 - 16:52
تخار کې  یو شمېر بېوزله کسان: تراوسه مو هېڅ ډول بشري مرسته نه ده ترلاسه کړې
author avatar
6 Dec 2022 - 16:52

تالقان (پژواک، ۱٥ لېندۍ ۱۴۰۱): په تخار ولايت کې يو شمېر کورنۍ چې له ناوړه اقتصادي وضعيت سره مخ دي، ادعا کوي چې تراوسه یې په دغه ولايت کې مرستندويه بنسټونو څخه هېڅ ډول بشري مرسته نه ده ترلاسه کړې.

بل‌خوا، د دغه ولایت سیمه‌ییز مسوولین هم وايي، له هغو کسانو سره به جدي او قانوني چلند وشي چې د مرستو وېش په لړۍ کې درغلي کوي.

شبانه چې د تخار ولايت په مرکز تالقان ښار کې د يوې شپږ کسيزې کورنۍ یوازینۍ سرپرسته ده، پژواک سره یې خبرو کې وویل: «له هغه وروسته چې تېر حکومت سقوط شو، خاوند مې کورنۍ ته د ډوډۍ برابرولو لپاره ايران ته کډوال شو چې تراوسه نه یوازې پر دې نه دی توانېدلی چې موږ ته پیسې راواستوي؛ بلکې تر دې مهاله یې د خپل قاچاقبر پور هم نه دی ورکړی او موږ له ناوړه اقتصادي وضعیت سره مخ یو.»

شبانې زیاته کړه: «د مرستې ترلاسه کولو لپاره مې څو ځله مرستندویه بنسټونو ته مراجعه کړې؛ خو تل مې په مختلفو پلمو د رد ځواب ترلاسه کړی دی.»‎

هغه چې د تالقانو ښار په څنډه کې په يو کرايي کور کې اوسیږي، د مرستو وېش له بهيره شکايت کوي او وايي: «پنځه کوچني او لوی ماشومان لرم چې ډېرې شپې په وږې ګېډه ويده کېږي او تراوسه له ډېرو هڅو وروسته هم نه یم توانېدلې له کومې مرستې برخمنه شم.»

زهرا په تالقان ښار کې د بلې کورنۍ سرپرسته ده چې په دې ساړه موسم کې له سهاره تر ماښامه سخت کار کوي، څو خپلو اولادونو ته یوه ګوله ډوډۍ برابره کړي.

دا وايي، د وروستيو جګړو له امله له بدخشان ولايته کډه شوې او دا مهال د تالقانو ښار په څنډه کې په يو کرايي کور کې ژوند کوي چې له ناوړه اقتصادي وضعیت سره مخ ده.

نوموړې وايي: «د یوې څلور کسیزې کورنۍ سرپرسته یم، تراوسه مې هېڅ ډول نړیواله مرسته نه ده ترلاسه کړې.»

هغه ادعا کوي، نړیوالې مرستې شتمنو کورنیو او د شوراګانو رییسانو له لوري بانفوذه کسانو ته وېشل کېږي، د مرستو د وېش په بهیر کې بېوزله کورنۍ له پامه غورځول کېږي.

هغې زیته کړه: «له څه باندې يو کال راهیسې مرستندویه بنسټونو ته د پرله پسې ورتګ سربېره هم نه یم توانېدلې کومه مرسته ترلاسه کړم.»‎‎

زهرا چې د بوډاتوب تر بریده رسېدلې، د هوا له سړېدو اندېښنه څرګندوي او وايي، که د موسسو له لوری یې ملاتړ ونه شي، راتلونکي ژمی به خپل اولادونه له لاسه ورکړي.

نعمت‌الله د تالقان ښار بل اوسیدونکی دی چې تر تحول وروسته یې دوه ځله ایران ته د کډوالۍ درد تجربه کړی دی.

هغه چې د ۱۲‌ کسیزې کورنۍ سرپرستي او د خپل ناروغ او بوډا پلار خدمت ورله غاړې دی وايي: «پلار مې ناروغ پر بستر پروت دی او له ملا ښکته فلج دی؛ اوس دوه ځله ایران ته د کډوالۍ درد له تجربه کولو وروسته بېرته هېواد ته راغلی یم، د نړیوالو مرستو په رارسېدو سربېره مې تراوسه د کومې موسسې یا ادارې له لوري مرسته نه ده ترلاسه کړې.»

د هغه په خبره، په دغه ولايت کې د مرستو د وېش لړۍ له بشپړې بې عدالتۍ سره په مخ روانه ده او د اړمنو پر ځاى ډېری شتمنو کسانو ته ‎ دغه مرستې وېشل کېږي.

هغه ادعا کوي چې څو ځله د مرستې ترلاسه کولو لپاره مرستندویه بنسټونو ته ورغلي، خو په مختلفو پلمو یې د رد ځواب ترلاسه کړی دی.

هغه وويل: «زما په څېر لسګونه اړمنې کورنۍ شته چې هيڅ ډول مرسته یې نه ده ترلاسه کړې؛ حیران یم چې دغه مرستې ولې پر اړمنو خلکو نه وېشل کیږي.»

فاطمه یوه بله هغه مېرمنه ده چې د خراب اقتصادي وضعیت له امله یې د تالقان ښار په څنډه کې سوالګرۍ ته مخه کړې ده.

هغه له پژواک سره خبرو کې وويل: «د یو ځانمرګي بريد په پايله کې مې مېړه او د کورنۍ درې غړي له لاسه ورکړي، اوس مجبوره یم له هرې ممکنې لارې د خپلو پنځو کوچنیو او لویو ماشومانو سرپرستي وکړم.»

هغه زياتوي، تر ماښامه پورې په تالقانو ښار کې سوالګري کوي او د ورځې له ۱۰۰ تر ١٥٠ افغانيو په راټولولو سره د خپلو اړتياوو يوه برخه پوره کوي.

هغه چې په لوڅو پښو او د ژمي د یخنۍ په زغملو سره سوالګري کوي، د مرستو وېش له بهيره يې هم شکايت وکړ او ويې ويل: «هره ورځ پر زرګونو کورنيو د مرستو د وېش شاهده يم، خو تراوسه مې په دغه ولایت کې هېڅ ډول مرسته نه ده ترلاسه کړې.»

په ورته مهال، د تخار د کليو پراختيا د پروګرامونو امر انجنير موحدالله حميد له پژواک سره خبرو کې وويل، په تېر يو کال کې يې د همکارو بنسټونو سره په همغږۍ پر ١١٧ زره اړمنو کورنيو خوراکي توکي وېشلي او دا لړۍ لا هم روانه ده.

د هغه په ​​وينا، د مرستو د وېش په بهير کې د ولسواليو او مرکز په کچه د اړمنو کورنيو د شمېر په پام کې نيولو سره، د شوراګانو رييسانو ته ونډه ورکول کېږي او د شوراګانو رييسان د بېوزله کسانو د معلومولو ‎مسووليت لري چې د اړمنو کسانو د نوملړ له برابرولو وروسته، یاد نوملړ د دغه ادارې او همکارو موسسو د ګډ ټېم له لوري څېړل کېږي.

نوموړي زياته کړه، د مسوولینو له خوا د یادو لېستونو تر طی مراحل کېدو وروسته، د خوراکي توکو د وېش لړۍ پيلېږي.

هغه د يو شمېر اړمنو کورنيو د ادعا په تړاو وايي، هڅې روانې دي څو په هېڅ سيمه کې د شورا کوم رييس د مرستو د وېش پر مهال درغلي ونه کړي.

نوموړي څرګنده کړه، له هغو کسانو سره به جدي او قانوني چلند وشي چې د مرستو د وېش پر مهال په درغلي لاس پورې کوي.

په ورته مهال مدني فعال عبدالله وايي، که په تخار ولايت کې د مرستو په وېش کې عدالت په پام کې ونيول شي، د هېڅ اړمنې کورنۍ د شکایت کولو شاهدان به نه وي.

هغه ټینګار کوي چې سیمه‌ییز مسوولن باید د بې‌وزلو کورنیو ناوړه اقتصادي وضعیت ته په کتو سره د مرستو په وېش کې شفافیت په پام کې ونیسي.

Visits: 19

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.