ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د وچکالي او څارویو قاچاق له امله هلمند کې د غوښې بیه لوړه شوې ده

د وچکالي او څارویو قاچاق له امله هلمند کې د غوښې بیه لوړه شوې ده

author avatar
6 Dec 2022 - 16:28
د وچکالي او څارویو قاچاق له امله هلمند کې د غوښې بیه لوړه شوې ده
author avatar
6 Dec 2022 - 16:28

لښکرګاه (پژواک، ۱۵ لېندۍ ۱۴۰۱): د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار کې یو شمېر قصابان وايي، سږ کال په دغه ولایت کې څاروي بهر ته د قاچاق او وچکالۍ له امله کم شوي چې له امله یې د غوښې بیه لوړه شوې ده.

د ګلاب په نوم یو کس چې په لښکرګاه ښار کې قصابي لري وايي، سږ په دغه ولایت کې څاروي کم شوي او په وینا يې چې لامل يې وچکالي او ګاونډيو هېوادونو ته یې قاچاق دی.

هغه زیاته کړه، اوس په بازار کې د پسه یا سېرلي پنځه‌نیم کیلوګرام غوښه په ۱۸۰۰ افغانۍ پلورل کېږي، په داسې حال کې چې تېر منی همدا وزن غوښه په ۱۲۰۰ افغانۍ وه.

د دغه ښار یو بل قصاب نورعلي هم وايي، سږ د وچکالۍ له امله مالدارانو خپل څاروي وختي پلورلي او اوس په دغه ولایت کې د غوښې بیه هم د تېر همدغه وخت په پرتله لوړه شوې ده.

نوموړي وویل چې که حکومت له مالدارانو سره مرستې ډېرې نه کړي نو وېره شته چې هغوی به خپل شته څاروي هم وپلوري.

د سیمې عام وګړي هم په دغه ولایت کې د څارویو د کمښت لامل وچکالي او ګاوډيو هېوادونو ته يې په قاچاقي توګه وړل ګڼي.

د لښکرګاه اوسېدونکي ګل اغا پژواک ته وویل، د وچکالۍ له امله مالداران خپل مالونه په ټيټه بیه پلوري او په وینا يې، ډېر وخت قاچاقبر دغه څاروي ایران او پاکستان ته قاچاقوي.

هغه وویل، څو ځلې يې په رسنیو کې داسې خبرونه ولیدل چې امنیتي ځواکونو هغه قاچاقبر نيولي چې مالونه يې په پټه پاکستان او ایران ته بیول.

د دغه ښار یو بل اوسېدونکی محمداکبر چې د خوراکي  توکو یوه هټۍ هم لري، وايي، د څارویو د کمښت لامل یوازې قاچاق نه دی، بلکې په وینا يې چې په دغه ولایت کې سختې وچکالۍ مالداران اړ کړي چې خپل څاروي په نیمه بيه وپلوري.

د دغه ولایت مالداران هم شکایت کوي چې د څارویو لپاره کافي خواړه نه شي پيدا کولای، اړ دي چې خپل څاروي وپلوري.

د لښکرګاه اوسېدونکی فتیح‌خان چې په وینا يې مالداري له پلرونو ور پاتې ده، سږ د وچکالۍ له امله اړ شوی چې خپل څاروي په کمه بیه وپلوري.

هغه دغه راز وویل: «څرځایونه نشته، په غرونو کې واښه وچ شوي، له دې امله دوی خپل مالونه په ژمي کې نه شي ساتلای او اوس يې ډېر شمېر څاروي پلورلي دي.

هغه زیاته کړه، پخوا يې له ۱۰۰ تر ۳۰۰ څاروي ساتل خو سږ يې ټول پلورلي، یوازې څلور څاروي يې د نسل لپاره ساتلي دي.

فتیح‌خان زیاته کړه، که حکومت د مالدارۍ برخې ته پاملرنه زیاته نه کړي نو د دې وېره شته چې په هلمند کې به د ځايي ځارویو نسل له خطر سره مخ شي.

د دغه ولایت د کرني او مالدارۍ مسوولین وايي، دوی له مالدارانو سره مرستو ته پاملرنه زیاته کړې ده.

د یاد ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست د څارویو د روغتیا او ساتنې امر مولوي محمدباران مبرور وايي: «سږ مو په ناوې، مارجې او نهرسراج ولسوالیو کې له ۲۹۴۲ مالدارانو سره د هغوی د څارویو لپاره د خوراکي توکو مرسته کړې ده.»

ده وویل، هر مالدار ته د هغوی د څارویو لپاره ۲۰۰ کیلوګرام خواړه ورکړل شوي دي.

نوموړي دا هم وویل چې حکومت به د مالدارۍ برخې ته پاملرنه زیاته کړي او په دې برخه کې د کرنې له وزارت او موسسو سره هم خبرې روانې دي.

د دغه ولایت د امنیې قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیریت مرستیال ملا احسان‌الله صفت هم تاییدوي چې دوی څو ځلې هغه قاچاقبر نیولي چې غوښتل يې له دغه ولایته ګاونډيو هېوادونو ته څاروي قاچاق کړي.

هغه ډاډ ورکړ چې هيچا ته به اجازه ور نه کړي چې له دغه ولایته بهر ته څاروي په غیرقانوني ډول انتقال کړي.

نوموړي زیاته کړه چې اوس يې هم عدلي او قضايي ارګانونو ته هغه قاچاقبر ورمعرفي کړي چې د امنیتي ځواکونو له خوا بهر ته په غیرقانوني توګه د څارویو لېږدولو پر مهال نیول شوي دي.

Visits: 105

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.