ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان او امارات په بېلا بېلو برخو کې پر ګډو همکاریو خبرې وکړې

افغانستان او امارات په بېلا بېلو برخو کې پر ګډو همکاریو خبرې وکړې

author avatar
7 Dec 2022 - 00:38
افغانستان او امارات په بېلا بېلو برخو کې پر ګډو همکاریو خبرې وکړې
author avatar
7 Dec 2022 - 00:38

اټلانټا (پژواک، ۱۵ لیندۍ ۱۴۰۱) : د ملي دفاع سرپرست وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" د متحده عربي اماراتو د حکومت له مرستیال او د دوبۍ واکمن شیخ محمد بن راشد آل مکتوم سره وکتل.

د ملي دفاع وزارت لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دې کتنه کې د افغانستان او متحده عربي اماراتو چارواکو د دواړو هېوادونو تر منځ د اړيکو پر پياوړتيا او د سوداګرو لپاره د سوداګريزو خدمتونو د اسانتياو پر برابرولو او يو شمېر نورو مهمو موضوعاتو بحث او خبرې وکړې.

بلخوا د متحده عربي اماراتو دولتي اژانس خبر ورکړی چې په دې لیدنه کې په بېلا بېلو برخو کې پر ګډو همکاریو او یو شمېر نورو موضوعاتو خبرې شوې دي.

تر دې مخکې مولوي محمد یعقوب په ابو ظهبۍ کې د اماراتو له امیر سره هم کتلي وو.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.