پلعلم (پژواک، ۱۷ لېندۍ ۱۴۰۱): د لوګر د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست وایي، په یوه تازه ګام کې یې په مرکز پلعلم، محمداغې، برهکيبرک، خروار، څرخ او ازرې ولسوالیو کې د روشن، اېمټي اېن، اتصالات، افغان بېسیم او سلام مخابراتي شبکو ۱۰ سايټونه فعاله کړل.
د دغه ریاست رییس مولوي مطیعالله عابد پژواک خبري اژانس ته وویل: «د لوګر ولایت د خلکو په غوښتنه په مرکز پلعلم کې د سلام مخابراتي شبکې یو سایټ، په محمداغې ولسوالۍ کې د روشن او افغان بېسیم مخابراتي شبکو یو- یو سایټ، په څرخ ولسولۍ کې د سلام، اېم ټي اېن، افغان بېسیم او روشن مخابراتي شبکو یو- یو سایټ، په ازرې ولسوالۍ کې د سلام او اېم ټي اېن مخابراتي شبکو یو- یو سایټ او همدارنګه په برهکی برک ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې یو سایټ فعال شول.»
هغه زیاته کړه، د فعال شوو سایټونو له جملې دوه سايټونه چې پخوا د جګړو له امله ویجاړ شوي وو، بیاترمیم او پرانیستل شول خو پاتې نور یې نوي جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
دی وایي، د یادو سایټونو له پرانیستې سره د لوګر هغه سیمې د مخابراتي او انټرنېټي خدمتونو تر پوښښ لاندې راغلې چې په تېرو شلو کلونو کې له دغو خدماتو بې برخې وې.
د مخابراتو رییس وویل چې له دغه ګام سره د دغه ولایت ۹۰ سلنه سیمې د ټیلېفون او انټرنېټ خدمتونو تر پوښښ لاندې راغلې دي او مخابراتي شبکې به ۲۴ ساعتونه خلکو ته مخابراتي او انټرنېټي خدمات وړاندې کوي.
د لوګر د لرو ولسوالیو اوسېدونکي هم خوښ دي چې په سیمو کې یې مخابراتي شبکو فعالیت پيل کړ.
د خروار ولسوالۍ یوه اوسېدونکي حاجي جانمحمد پژواک خبري اژانس ته وویل، ډېرو مخابراتي شبکو د ناامنیو او جګړو له امله د دوی په سیمه کې فعالیت نه کاوه.
هغه زیاته کړه، هغه مهال اړ و مرکز پلعلم ته لاړ شي او له هغه ځایه په کور دننه او بهر له دوستانو سره اړیکې ونیسي.
د څرخ ولسوالۍ یوه اوسېدونکي بسم الله پژواک خبري اژانس ته وویل، مخکې د دوی په لسوالۍ کې هیڅ مخابراتي شبکو فعالیت نه کاوه خو اوس په کې څلورو مخابراتي شبکو ایم ټي این، روشن، افغان بېسیم او سلام فعالیت پیل کړی دی.
هغه زیاته کړه، د ولسوالۍ اوسېدونکي کولای شي چې په اسانۍ په کور دننه او بهر له دوستانو سره اړیکه ټینګه کړي.
د تېر حکومت پر مهال دلوګر ولایت په لرو ولسوالیو ازرې، خروار، څرخ او بره کي برک کې مخابراتي شبکو د ناامنیو او جګړو له امله فعالیت نه شو کولای.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP