اټلانټا (پژواک، ۱۷ لېندۍ ۱۴۰۱): په اندونیزیا کې د افغان نجونو له زدهکړو د ملاتړ په موخه جوړ شوي نړۍوال کنفرانس د بینالافغاني ډیالوګ او نجونو ښوونځیو پر پیلېدو ټینګار کړی دی.
د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، په دغه کنفرانس کې چې نن په بالي ښار کې ترسره شو، د امریکا، پاکستان، نیوزیلینډ، ناروې، متحده عربي امارات په ګډون د شاوخوا ۲۰ هېوادونو او یو شمېر نړۍوالو سازمانونو استازو ګډون کړی و.
د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې له دغه کنفرانسه موخه د افغان ښځو او نجونو د زدهکړو لپاره د نړۍوالو ملاتړ جلبول دي.
د یادونې ده، تېر کال په افغانستان کې له سیاسي تحول وروسته اوسني سرپرست حکومت پر نجونو د ثانوي زدهکړو دروازې وتړلې او ویې ویل چې د دې لپاره په یوه طرحه کار کوي.
د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزارت ویلي: «موږ پر دې باوري یو چې د ښځو له رول پرته په هيڅ هېواد کې پرمختګ نه کېږي، دا زموږ لپاره ډېره مهمه ده چې د افغانستان د نجونو د تعلیم لپاره داسې یو کنفرانس تنظیم کړو.»
د دغه کنفرانس په پای کې د اندونیزیا بهرنیو چارو وزارت له خوا یوه اعلامیه خپره شوې ده.
په اعلامیه کې راغلي، د کنفرانس تولو ګډونوالو د افغانستان له خلکو سره خپل یووالی څرګند کړ.
سرچینې زیاته کړې چې دغه راز ګدونوالو د یوه باثبات، سولهییز او پرمختللي داسي افغانستان لپاره هیله څرګنده کړه چې ښځو ته په کې د زده کړو اجازه وي.
په اعلامیه کې راغلي، په دې ناسته کې په افغانستان کې د تلپاتې سولې لپاره د هر اړخیز بینالافغاني ډیالوګ او د مناسب چاپېریال رامنځته کولو لپاره د هر ډول نوښت یا هڅو قوي ملاتړ شتون درلود.
د افغان ښځو او نجونو له تعلیمه د ملاتړ دغه نړۍوال کنفرانس اعلامیه کې راغلي، ښځې او نجونې د افغانستان د پرمختګ، سولې او سوکالۍ لپاره کلیدي رول لري؛ په ټولنه کې د هغوی د بشپړ، مساوي او معنالرونکي ګډون تضمین کول به د افغانستان د پرمختګ لامل شي.
سرچینې زیاته کړې چې په افغانستان کې ښځې او نجونې اوس هم له ننګونو سره مخ دي، تعلیم او روغتیا ته محدود لاسرسی لري، ازادې نه شي ګرځېدلی او د کار کولو چانسونه یې هم محدود شوي دي.
په اعلامیه کې راغلي، د افغانستان اوسني حکومت له خوا د ځینو محدودیتونو له امله نه یواځې د افغانستان ټولنه، بلکې ښځې او نجونې په ځانګړې توګه اغېزمنې شوې دي.
Views: 90
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن