ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اندونیزیا نړۍوال کنفرانس د بین‌الافغاني ډیالوګ او نجونو ښوونځیو پیلېدو غوښتنه وکړه

د اندونیزیا نړۍوال کنفرانس د بین‌الافغاني ډیالوګ او نجونو ښوونځیو پیلېدو غوښتنه وکړه

author avatar
9 Dec 2022 - 01:05
د اندونیزیا نړۍوال کنفرانس د بین‌الافغاني ډیالوګ او نجونو ښوونځیو پیلېدو غوښتنه وکړه
author avatar
9 Dec 2022 - 01:05

اټلانټا (پژواک، ۱۷ لېندۍ ۱۴۰۱): په اندونیزیا کې د افغان نجونو له زده‌کړو د ملاتړ په موخه جوړ شوي نړۍوال کنفرانس د بین‌الافغاني ډیالوګ او نجونو ښوونځیو پر پیلېدو ټینګار کړی دی.

د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، په دغه کنفرانس کې چې نن په بالي ښار کې  ترسره شو،  د امریکا، پاکستان، نیوزیلینډ، ناروې، متحده عربي امارات په ګډون د شاوخوا ۲۰  هېوادونو او یو شمېر نړۍوالو سازمانونو استازو ګډون کړی و.

د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې له دغه کنفرانسه موخه د افغان ښځو او نجونو د زده‌کړو لپاره د نړۍوالو ملاتړ جلبول دي.

د یادونې ده، تېر کال په افغانستان کې له سیاسي تحول وروسته اوسني سرپرست حکومت پر نجونو د ثانوي زده‌کړو دروازې وتړلې او ویې ویل چې د دې لپاره په یوه طرحه کار کوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.