Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په نړۍ کې هر کال ۱۲ میلیون نجونې له ۱۸ کلنۍ مخکې ودېږي

کابل (پژواک، ۱۸ لینډۍ ۱۴۰۱): د افغانستان لپاره د امریکا سفارت د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي نړۍوالې ورځې په مناسبت ویلي، په نړۍ کې هر کال ۱۲ میلیون نجونې له ۱۸ کلنۍ مخکې ودېږي چې دغه کار د هغوی روغتیایي او تعلیمي فرصتونه له خطر سره مخ کوي.

په دې اړه د دغه سفارت په ټویټ کې راغلي چې جبري او کم عمر کې ودول له بشري حقونو سرغړونه ده او باید ودرول شي.

سرچینه زیاتوي، په ټوله نړۍ کې هر کال ۱۲ میلیون نجونې له ۱۸ کلنۍ مخکې واده کوي چې د دوی روغتیایي او تعلیمي فرصتونه له خطر سره مخ کوي.

د امریکا سفارت دغه ټویټ په داسې حال کې کړی چې په وار وار نړۍوالو د بشري حقونو ادارو ویلي، افغان مېرمنې او نجونې د جګړې او جنسیتي نابرابرۍ د اغېزو په ګډون، په پراخه کچه د بشري حقونو سرغړونې او دوامداره تاوتریخوالی تجربه کوي.

په افغانستان کې له سیاسي تحول وروسته د اوسني سرپرست حکومت د مشرتابه مقام له لوري د ۱۴۰۰ کال د لېندۍ په ۱۲مه د ښځو حقونو په اړه یو ځانګړی فرمان صادر کړی و.

په دغه فرمان کې راغلي چې د نکاح پر مهال د بالغو ښځو رضایت ضروري دی خو چې نکاح له کفو (سیال) سره وي، د فتنې او فساد خطر هم په کې نه وي، هیڅوک ښځې په جبر او اکراه سره پر نکاح کولو نه شي مجبورولای.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.