ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

منظور پښتین: په چمن، تورخم او انګور اډه کې له افغانانو سره ظلم او ناسم چلند نه منو

منظور پښتین: په چمن، تورخم او انګور اډه کې له افغانانو سره ظلم او ناسم چلند نه منو

author avatar
9 Dec 2022 - 16:19
منظور پښتین: په چمن، تورخم او انګور اډه کې له افغانانو سره ظلم او ناسم چلند نه منو
author avatar
9 Dec 2022 - 16:19

 

کابل (پژواک، ۱۸ لېندۍ ۱۴۰۱): د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر وایي چې د چمن، تورخم او انګور اډې په دروازو کې له پښتون افغان قوم سره بې عزتي او ظلم کېږي، دوی دا کړنې نه مني او پر وړاندې به یې درېږي.

دغه څرګندونې د دغه غورځنګ مشر منظور پښتین نن (د جمعې ورځ) د بلوچستان ایالت د کوېټې په چمن ښار کې یوې غوڼدې ته کړې چې د یو شمېر پښتنو سیاستوالو ترڅنګ زرګونو کسانو په کې ګډون کړی و.

پښتین په یاده غونډه کې وویل چې د چمن په دروازه کې د پښتون افغان قوم پر وړاندې بې عزتي، ظلم او زیاتی کېږي او په دې اړه ناسم پروپاګند کېږي او «پي ټي اېم» به په دې تړاو د هر «احتجاج» ملاتړ کوي.

هغه ویلي: «په چمن دروازه کې د افغانستان له خلکو سره ناوړه چلند کېږي او پښتانه به یو ځای کېږي، خپله خاوره به ابادوي د چمن، تورخم او انګور اډې لارې په معمولي خبرو بندېږي، نور موږ دا نه منو.»

دی وايي، پښتانه د پروپاګند او تشدد له لارې وېشل شوي او پښتنو ته په خپل وطن کې ویل کېږي چې دلته به ځې او دلته به نه ځې.

منظور وویل: «پښتون وطن د وسایلو ډک دی؛ تر ځمکې لاندې او هم د ځمکې پر سر بې شمېره وسایل لري او پښتون قام یو تاریخ لري، خو پښتانه په خپله خاوره اختیار نه لري؛ ځکه د دې خاورې خلک په نورو هېوادونو کې په مزدورۍ پسي ځي، دلته بد امني ده، بې کاري ده او بې تعلیمي ده.»

د پښتین په خبره، پښتانه نور په خپله خاوره جنګ نه غواړي او د امن لپاره به له سوات تر چمن پورې یو غږ پورته کوي، په پښتون وطن کې  یو انتشار جوړ دی او هڅې کېږي چې دلته د تشدد په جوړولو یو نوی جنګ پیل شي.

هغه وویل: «د ډسمبر په ۱۱مه به په ډېره اسماعیل خان کې لاریون کوو او د ترهګرۍ پر ضد به غږ پورته کوو، د پښتنو د بد حالۍ ختمولو لپاره به مبارزه کوو؛ د ظلم، جبر، استعماریت او غلامۍ پر ضد به درېږو.»

دا په داسې حال کې ده چې په تېره نومبر میاشت کې د چمن په پوله د یو پاکستاني عسکر له وژل کېدو وروسته یاده دروازره د یوې اوونۍ لپاره وتړل شوه چې د پولې دواړو غاړو ته خلک له ډېرو ستونزو سره مخ شول او یو شمېر سوداګرو ته یې زیات مالي تاوانونه هم واړول.

  . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.