ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

۱۲ کلن الیاس: د کورنۍ د لګښتونو پوره کولو له امله ښوونځي ته نشم تللی

۱۲ کلن الیاس: د کورنۍ د لګښتونو پوره کولو له امله ښوونځي ته نشم تللی

author avatar
10 Dec 2022 - 18:25
۱۲ کلن الیاس: د کورنۍ د لګښتونو پوره کولو له امله ښوونځي ته نشم تللی
author avatar
10 Dec 2022 - 18:25

هرات (پژواک، ۱۹ لېندۍ ۱۴۰۱): ۱۲ کلن هراتی ماشوم الیاس په داسې حال کې چې د دغه ولایت د استقلال لېسې د دېوال ترڅنګ او سینما چوک پر پلې‌لارې د کثافاتو پر راټولولو بوخت دی وايي، پلار یې ناروغ او خپله اړ دی چې د خپلې کورنۍ لګښتونه پوره کړي.

هغه په داسې حال کې چې په څېره کې یې د کورنۍ مسوولیت نښې له ورایه ښکاري، پژواک ته یې وویل: «دولس کلن یم او اوسمهال په کور کې اتو کسانو ته ډوډۍ برابروم.»

الیاس زیاتوي، هیله یې وه چې ښوونځي ته ولاړ شي، خو د کار او د کورنۍ لګښتونو له امله چې له لومړیتوبونو څخه یې دي، ښوونځي ته نه ځي او هره ورځ د معدني اوبو او نوشابو بوتلونو پر راټولولو او پلورلو سره، خپل ژوند تېروي.

نوموړی په داسې حال کې چې د ښوونځي د دېوال ترڅنګ د کثافاتو پر راټولولو بوخت و او د ښوونځي زده‌کوونکي یې تر مخ تېرېدل، د خپلو هیلو په اړه یې داسې وویل: «لیوال وم چې په راتلونکي کې ښوونکی شم، خو ما چې درس ونه لوست، نشي کېدای چې ښوونکی شم.»

هغه له حکومته غواړي چې د ده په څېر ماشومانو ته د درس ویلو زمینه برابره کړي څو په ټولنه کې هیڅ ماشوم نالوستی پاتې نه شي.

نذیر یو بل کارګر ماشوم دی، هغه وايي، په کور کې نهه کسان دي او دی اړ دی چې د ژاولو په پلورلو سره د کورنۍ او خپل فلج پلار لګښتونه پوره کړي؛ ځکه مشر ورور نه لري او له ده او پلار پرته یې د کور پاتې غړي، ښځینه دي.

نوموړی په داسې حال کې چې پر مخ یې د مېړانې ځواک او احساس څرګندېږي او له دوو کوچنیو خویندو سره په بازار کې ژاولې پلوري، له پژواک سره یې په خبرو کې وویل، هره ورځ د دوه درېیو کڅوړو ژاولو په پلورلو سره کولای شي چې ۹۰ افغانۍ ګټه ترلاسه کړي او پر خپلې کورنۍ یې ولګوي.

نذیر دغه‌راز زیاته کړه، ښوونځي ته نه ځي او کورنۍ ته یې د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو په فکر کې دی.

د هغه په وینا، هغه پیسې چې هره ورځ یې پیدا کوي، یوازې د ژوند یوه برخه ستونزې یې پرې حل کېږي.

نوموړی د حکومت له مسوولینو غوښتنه کوي چې له ده او د ده په څېر له نورو ماشومانو سره د مرستې او همکارۍ زمینه برابره کړي، څو درس ووايي او نور د کار او ژمي په اړه اندېښنه ونه کړي.

له بلې خوا، د هرات ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست وايي، په احتمالي توګه هرات کې د سړک پر سر تر اته زره ډېر کارکوونکي ماشومان شته چې پر سختو او له توان وتلو کارونو بوخت دي.

د یاد ولایت د کار او ټولنیزو چارو رییس مولوي حافظ میرزامحمد ابومنصور وویل، ټاکل شوې چې دغه ریاست د نورو مؤسسو په همکارۍ سره کارګر ماشومان له سړکونو راټول او په بدل کې د دغو ماشومانو وارثین هم په حرفوي برنامو کې شامل کړي، څو دغه ماشومان نور سخت کارونه ونه کړي.

د نوموړي په وینا، ټاکل شوې چې د یوې مؤسسې په مرسته تر راتلونکې يوې میاشتې پورې د سړکونو پر سر ۱۲۰۰ کارکوونکي ماشومان له ښاره راټول کړي او د زده‌کړو زمینې پر برابرولو سربېره، د هغوی والدینو ته هم د کار زمینه برابره شي.

حافظ منصور زیاته کړه چې اداره یې په راتلونکي کې له ښاره د سوالګرو د راټولولو لپاره هم هراړخیز پروګرامونه لري.

په ورته وخت کې، د یاد ولایت د ښوونې او روزنې برخې فعالان په دې باور دي چې د کارګرو او د سړک پر سر کارکوونکو ماشومانو ډېرېدل د دې لامل شوي چې له یوه نسل څخه د زده‌کړو فرصتونه واخیستل شي.

د هرات ولايت د ښوونې او روزنې برخې يو فعال غلام حضرت نبي‌زاده له پژواک سره په خبرو کې وويل، پر سړکونو د کارګرو ماشومانو نالوسته پاتې کېدو ټولنې ته ترټولو ډېر زیان اړولی دی او راتلونکی يې خرابوي.

هغه څرګنده کړه: «د ټولنې لوی قشر چې په هرات کې شاواخوا ۱۰ زره ماشومان دي، نالوستی پاتې دی او په راتلونکي کې ښايي ښه انسانان ترې جوړ نه شي.»

راپورونه ښيي چې په افغانستان کې د کارګرو ماشومانو کره شمېر نشته، خو مسوولین یې په ټول افغانستان کې شاوخوا ۱.۶ میلیون بولي.

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو څو کلونو کې ګڼ شمېر بنسټونو د ماشومانو له حقونو څخه د ملاتړ په برخه کې فعالیت درلود؛ خو پر سړکونو د کارګرو ماشومانو د شمېر زیاتوالی ښيي چې ظاهرا په دغه برخه کې د پام وړ پرمختګ نه دی شوی.

د یادونې ده چې سوړ ژمی او په ټولنه کې د بېوزلۍ کچې لوړېدل د دې لامل شوي چې په دې شپو او ورځو کې په هرات کې پر سړکونو د کارګرو ماشومانو شتون ډېر شي او جدي اندېښنې رامنځته کړي.

Visits: 45

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.