کندهار (پژواک، ۱۹ لېندۍ ۱۴۰۱): چارواکي وايي، په کندهار کې یې د روغتیايي رضاکارانو شمېر ډېر کړی او په هغو سیمو کې پر دندو ګومارل شوي چې یونیم کال مخکې په کې هیڅ روغتیايي خدمات نه وو.
دا څرګندونې په هغې غونډه کې وشوې چې د روغتیايي رضاکارانو ملي ورځې په مناسبت په کندهار ښار کې جوړه شوې وه.
په دې غونډه کې روغتیايي کارکوونکو، د عامې روغتیا ریاست او د روغتیا په برخه کې د همکارې موسسې «باران» مسوولینو ګډون کړی و.
د کندهار د عامې روغتیا ریاست مرستیال ډاکټر سیداحمد شاداب غونډې ته وویل، په دغه ولایت کې روغتیايي رضاکاران له کلونو راهیسې له کوم امتیاز پرته کار کوي او په دې سره د دنیا او اخیرت ګټه ترلاسه کوي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP