ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پنجشېر کې ۲۱ فعال ښوونځي ودانۍ نه لري

پنجشېر کې ۲۱ فعال ښوونځي ودانۍ نه لري

author avatar
11 Dec 2022 - 16:38
پنجشېر کې ۲۱ فعال ښوونځي ودانۍ نه لري
author avatar
11 Dec 2022 - 16:38

پاراخ (پژواک، ۲۰ لېندۍ ۱۴۰۱): د پنجشېر د پوهنې رییس د کتابونو، مسلکي ښوونکو او ښوونځیو لپاره د ودانیو کموالی په دغه ولایت کې د ښوونې پر وړاندې لویې ستونزې بولي او وايي، د دغه ستونزو د هواري لپاره یې هڅې پيل کړې دی.

د پنجشېر ولایت د پوهنې رییس غلام‌ ایشان حماس پژواک خبري اژانس ته وویل، په دغه ولایت کې له ۱۲۹ ښوونځیو، ۱۰۸ یې ودانۍ لري و ۲۱ نور یې ودانۍ نه لري.

هغه وايي، د ودانۍ نه درلودونکي ښوونځي په عنابه، دره، ابشار، حصه‌اول او پریان ولسوالیو کې دي چې زده‌کوونکي یې په کرايي کورونو کې درس وايي.

هغه زیاته کړه: «د ښوونیز کال په پیل کې مو دغه موضوع د اسلامي امارت د پوهنې وزارت له مشرتابه سره شریکه کړې وه، خو کومه نتیجه یې نه ده ورکړې.»

حماس د پنجشېر په یو شمېر ښوونځیو کې د درسي کتابونو او مسلکي ښوونکو کمښت هم د پوهنې وزارت لپاره دوه لوی خنډونه یاد کړل او زیاته یې کړه، د دغو ستونزو هواري لپاره د یاد ریاست له لوري هڅې روانې دي.

په یادو ولسوالیو کې د ودانۍ نه لرونکو ښوونځیو زده‌کوونکي له سرپرست حکومته غواړي چې هر څومره ژر دغه ستونزې یې هوارې کړي.

د ابشار ولسوالۍ د «جهر علي» کلي اوسېدونکی او د معراج‌الدین شهید ښوونځي زده‌کوونکی عبدالله له پژواک سره په خبرو کې، د درسي کتابونو کمښته له ستونزې د شکایت ترڅنګ وویل، د دغه ښوونځي د زده‌کوونکو ستونزه د ودانۍ نه درلودل دي.

دغه زده‌کوونکي زیاته کړه: «له کله راهیسې چې ښوونځي جوړ شوی ودانۍ نه لري، موږ د نجونو په ښوونځي (ساختمان مکتب دخترا) کې درس وایو، لومړی ټایم هلکان دي او له غرمې وروسته ټایم نجونې، ستونزې ډېرې دي، مدیر او د کلي خلک لاړل او خپلې ستونزې یې پوهنې ریاست ته ورسولې، تر اوسه نه دي حل شوې، زموږ ستونزې زیاتې دي.»

هغه وویل: «د ښوونځي ټولګي کم دي، د نجونو ښوونځي منځنی دی، د هلکانو په ښوونځي کې د لېسې زده‌کوونکي نه ځاییږي، نفوس ډېر دی، زموږ غوښتنه همدا ده چې هر څومره ژر یوه لېسه راته جوړه شي.»

Views: 12

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.