کابل (پژواک، ۲۰ لېندۍ ۱۴۰۱): د هېواد پلازمېنې کابل په ګډون ځينو ولایتونو کې نن سهار وختي زلزله شوې ده.
عیني شاهدان وايي چې زلزله نن (د لېندۍ ۲۰مه) سهار شاوخوا شپږ نیمې بجې وشوه او خلک یې له خوبه راویښ کړل.
د پژواک مینه والو لیکلي چې د کابل ترڅنګ په کاپیسا، پروان، ننګرهار، لوګر، لغمان، بغلان، پنجشېر او ځینو نورو سیمو کې د زلزلې ټکانونه احساس شوي دي.
د مالیار مومند په نوم یوه کس فيسبوک کې لیکلي: «د ننګرهار مومندرې ولسوالۍ کې مې زلزله حس کړه.»
د جواد وصال په نوم بل کس هم فېسبوک کې لیکلي چې د کابل په قرهباغ ولسوالۍ کې هم زلزله وشوه خو تر اوسه یي د زیان په اړه معلومات نشته.
د زلزلې سنجونې نړۍوالو سرچینو معلوماتو له مخې، نن سهار دا زلزله د افغانستان د لوګر ولایت د مرکز پلعلم ښار شمالختیځ ته په ۳۰ کیلومترۍ کې د ریختر په کچه ۴،۲ درجې وه، خو دقیق ځای یې نه دی په ګوته کړی.
تر اوسه له زلزلې د اوښتي زیانونو په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP