فېروزکوه (پژواک، ۲۰ لېندۍ ۱۴۰۱): په غور ولایت کې یو شمېر معلولینو د یوې اعتراضیه غونډې په ترڅ کې له سرپرست حکومت، ملي او نړۍوالو بنسټونو څخه د کار او د دوی د معاشونو ورکړې غوښتنه وکړه؛ حکومتي چارواکي د دغې ستونزې په تایید سره وايي، د بودجې نشتوالي له امله د دوی معاشونه نه دي ورکړل شوي.
دغه معلولین چې نږدې ۳۰ کسه وو، نن (د لېندۍ ۲۰مه) د فېروزکوه ښار په مرکزي څلورلاري کې راټول شوي وو.
۲۸ کلن امیرداد، د پخواني حکومت یو نظامي معلول چې دوه کاله وړاندې یې په کاپیسا ولایت کې د دندې پر مهال د ماین چاودنې له امله دواړه پښې له لاسه ورکړې دي او د خپلې څلور کسیزې کورنۍ یوازینی نفقه راوړونکی دی، له اقتصادي ستونزو سر ټکوي.
هغه وایي: «په تېرو دوو کلونو کې هیچا موږ ته پاملرنه نه ده کړې، نه دولت او نه هم موسسو، ژمی را ورسېد او د کور ګرمولو لپاره هیڅ نه لرو، خوراکي توکي نه لرو او کار هم نه شم کولای، زموږ حقونه نه دي راکړل شوي، له ډېړو ستونزو سره مخ یم.»
هغه چې په دغه لاريون کې يې برخه اخيستې، له سرپرست حکومته غواړي چې د معلولیت حقوق یې ورکړي او ویې ويل: «موږ معلولین له دولته غواړو چې زموږ حقوق راکړي؛ همداراز له موسسو څخه غواړو چې له موږ سره دې مرسته وکړي، څو له ډېرو ستونزو سره مخ نه شو او ماشومان مو ګدايي ته اړه نه شي.»
د غور ولايت يو بل معلول ٣٤ کلن ضياالدين هم له سرپرست حکومت او موسسو څخه غواړي څو دوی ته د معاشونو ورکړې ترڅنګ، هغو معلولینو ته چې د کار کولو وړتیا لري په ادارو کې د کار زمينه برابره کړي.
هغه زیاته کړه: «زموږ د راټولېدو موخه دا ده چې له دولته غواړو څو هغو معلولینو ته چې تحصیلي اسناد او د کار کولو وړتیا لري، په دولتي ادارو کې د کار کولو زمینه دې ورته برابره کړي، څو موږ وکولای شو چې خپله کار وکړو او عاید ولرو او خپل هېواد لپاره کار وکړو.»
له بلې خوا، د غور د معلولينو ټولنې مشر عبدالقيوم بهبودي چې په دې غونډه کې يې ګډون درلود وويل، په دغه ولايت کې له ۱۲ زره څخه ډېر معلولين شته چې ډېرى يې له دولت څخه خپل حقونه نه دي ترلاسه کړي او د ژمي په رارسېدو سره په سختو شرایطو کې ژوند کوي.
هغه زیاته کړه: «له دولته زموږ غوښتنه دا ده چې د غور معلولینو ته بودجه ډېره کړي، څو معلولین په وخت خپل معاشونه ترلاسه کړي، معلولین هيڅ عاید نه لري، دوی یوازې له همدې لارې د خپلو کورنیو لګښتونه پوره کوي.»
په ورته وخت کې، د غور ولايت د شهیدانو او معلولينو چارو ادارې مسوولين د دغه ولايت د معلولينو غوښتنې تاييدوي او وايي، د شهیدانو او معلولينو وزارت کې د بودجې نشتوالي له امله د دوی حقوق نه دي اجرا شوي.
د غور د شهیدانو او معلولینو ادارې رییس ګلمحمد متوکل وايي: «اوس بودجه نشته، وزارت ته مو وړاندیز کړی، هیلهمند یو چې بودجه برابره شي او موږ وکولای شو چې معلولینو ته یې ووېشو، موږ د جمهوریت او خپلو شاوخوا اته زره ملکي او نظامي معلولینو ته حقونه وېشلي او هغه چې پاتې دي موږ هڅه کوو چې اجرا شي.»
نوموړي دغهراز وویل، د یاد ولايت له موسسو سره په همغږۍ هڅه کوي چې معلولينو ته د کار زمينه هم برابره کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP