جلالاباد (پژواک، ۲۰ لېندۍ ۱۴۰۱): د ننګرهار چارواکي وايي، د دغه ولايت په مرکز جلالاباد ښار کې د ځانګړو عملياتو پرمهال درې داعش وسلهوال وژل شوي دي.
د چارواکو په وينا، دغه عمليات د جلالاباد ښار د څلورمې ناحيې په مربوطاتو کې د داعش ډلې پر يوه پټنځای ترسره شوي دي.
د ننګرهار ولايت د اطلاعاتو او کولتور رياست د رسنيو همغږۍ مسوول قريشي بدلون پژواک خبري اژانس ته وويل، نن ماسختن د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو د جلالاباد ښار د څلورمې ناحيې اړوند يوه سيمه کې د داعش وسلهوالو پر يو پټنځای عمليات ترسره کړي دي.
هغه زياته کړه: «په دې عملیاتو کې درې تنه خوارج له منځه تللي.»
دی وايي، په يادو عملياتو کې عملياتکوونکو ځواکونو يو ميل کلاشنکوف، يو ميل M16، ماينونه او چاودېدونکي توکي ترلاسه کړي دي.
د سيمې يوه اوسېدونکي د نوم نه خپرولو په شرط پژواک ته وويل چې د پېښې په سيمه کې ډېره سخته جګړه هم شوې وه چې د درنو او سپکو وسلو او بمونو غږونه یې اورېدلي دي.
داعش وسلهوالو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن