Language

یوناما: د ښځو د حقونو فعاله ظریفه یعقوبي له بنده خوشې شوې

اټلانټا (پژواک، ۲۱ لیندۍ ۱۴۰۱): افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) وايي چې سرپرست حکومت د ښځو د حقونه فعاله ظریفه یعقوبي له بنده خوشې کړې ده.

یوناما د لیندۍ په ۲۱مه، پخپل ټویټر پاڼه کې ددې خبر د پخلي ترڅنګ د افغانستان د سرپرست  حکومت ددغه اقدام ستاینه کړې ده.

سرچینې له سرپرست حکومت څخه غوښتي دي چې د بشري حقونو د ټولو توقیف شویو فعالانو په اړه معلومات ورکړي او په دې هکله یې غوښتنو ته ځواب ووايي.

تر دې مخکې یوناما ویلي وو چې د ښځو د دغو فعالانو په اړه هېڅ معلومات نشته او مسوولین یې هم په اړه له څه ویلو ډډه کړې وه.

یوناما نه دي ویلي چې ظریفه یعقوبي کله، څنګه او چېرې خوشې شوې ده. او نه هم مسوولینو تر اوسه په دې اړه څه ویلي دي.

سرپرست حکومت  د لیندۍ په ۱۲ نېټه ظریفه یعقوي او د هغې څلور نارینه همکاران په کابل کې د یو خبري کنفرانس پر مهال نیولي وو.

Related Topics