ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پروان کې نږدې درې زره کسان د سواد زده‌کړې له کورسونو فارغ شوي

پروان کې نږدې درې زره کسان د سواد زده‌کړې له کورسونو فارغ شوي

author avatar
15 Dec 2022 - 16:26
پروان کې نږدې درې زره کسان د سواد زده‌کړې له کورسونو فارغ شوي
author avatar
15 Dec 2022 - 16:26

چاریکار (پژواک، ۲۴ لېندۍ ۱۴۰۱): د پروان د پوهنې ریاست مسوولین وايي، په دغه ولایت کې د  ۱۳۸۸ ښځو په ګډون،  ۲۹۶۴ کسان له یو کلن سواد زده‌کړې کورسونو څخه فارغ شوي دي.

د پروان د پوهنې ریاست د سواد زده‌کړې امر نظام‌الدین رحیمي نن د دغه ولایت په مرکز کې د یوې غونډې په ترڅ کې خبریالانو ته وویل، ډېری هغه کسان دي چې له زده‌کړو بی‌برخې پاتې شوي وو.

هغه وویل، یاد کسان د پروان ولایت په مرکز کې د سواد زده‌کړې په ۱۸۰ دولتي کورسونو کې شامل شوي وو او د سواداموزي یو کلن کورس یې بشپړ کړی دی.

د پروان والي مولوي عبيدالله امين‌زاده د علم او پوهې پر زده‌کړې د ټينګار ترڅنګ د سواد زده‌کړې له کورسونو څخه د دغه شمېر کسانو فراغت وستایه او ويې ويل: «د قران‌کريم د نزول موخه له جهالت او بې‌سوادۍ سره مبارزه ده، څو انسانان له تیارو څخه رڼا ته راوګرځوي. موږ کولای شو له دغې لارې د پروګرامونو په جوړولو سره له جهالت او بې‌سوادۍ سره مبارزه وکړو او له اسلامي ټولنې څخه جرړې یې وباسو.»

د پروان ولايت د پوهنې رييس مفتي محمدحسن حقاني وويل، دغه غونډه يوازې د يادو کسانو د فراغت لپاره نه ده، بلکې موخه يې په ټولنه کې د بې‌سوادۍ له منځه وړل او له ناپوهۍ سره مبارزه ده.

هغه ژمنه وکړه چې په دغه ولايت کې به د سواد زده‌کړې کورسونه ډېر کړي.

۳۰ کلن شمس‌الله د چاريکار ښار د «پارچۀ ششم» سیمې اوسېدونکی او د سواد زده‌کړې کورس يو له  فارغانو څخه دی؛ هغه خوښي څرګندوي چې په يوه کال کې يې ليکل او لوستل زده کړي دي.

نوموړی وايي: «زه له اسلامي امارت څخه مننه کوم چې موږ یې د سواد زده‌کړې په کورس کې شامل کړو او یو څه مو ترې زده کړل؛ که دغه کورس نه وای، زه به ټول عمر بې‌سواده پاتې کېدم. اوس ډېر خوښ یم چې لوستل او لیکل کولی شم.»

د ملګرو ملتونو علمي او فرهنګي سازمان (یونسکو) د یوه راپور له مخې، په افغانستان کې د لوستو کسانو شمېر په ۱۴۰۰ کال کې له ۳۴ سلنې څخه ۴۳ سلنې ته لوړ شوی دی.

د دغه راپور له مخې، د افغانستان د نالوستو وګړو شمېر چې عمرونه یې له ۱۵ کلونو پورته دي، ۱۲ میلیونو ته رسېږي چې ۷.۲ میلیونه یې ښځې او ۴.۸ میلیونه یې نارینه دي.

د راپورونو پر اساس، په تېرو دوو لسیزو کې په هېواد کې د ۸۰۰ زره ښځو په ګډون، یو میلیون او ۲۴۲ زره کسانو د سواد زده‌کړې له پروګرامونو څخه برخمن شوي دي.

Views: 18

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.