ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سپین بولدک کې له ډیورنډ فرضي کرښې سره بیا د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته شوې

سپین بولدک کې له ډیورنډ فرضي کرښې سره بیا د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته شوې

author avatar
15 Dec 2022 - 14:23
سپین بولدک کې له ډیورنډ فرضي کرښې سره بیا د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته شوې
author avatar
15 Dec 2022 - 14:23

کندهار (پژواک، ۲۴ لېندۍ ۱۴۰۱): په کندهار کې د سپین بولدک او چمن ترمنځ په «شېرو اوبو» سیمه کې نن پنجشنبه یو ځل بیا د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته شوې ده.

د عینو شاهدانو په خبره، نښته نن غرمه ۱۱ بجې او ۴۰ دقیقې پيل شوه او د ماسپښین تر شاوخوا درېیو بجو یې دوام درلود چې په ترڅ کې یې د درنو وسلو ډزې هم شوې دي.

د سپين بولدک ولسوالۍ یوه اوسېدونکي جاوېد خان پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغې ولسوالۍ په «شېرو اوبو» سیمه کې طالبانو امنیتي پوسته جوړوله چې له پاکستاني لوري پرې ډزې وشوې.

هغه زیاته کړه: «نن غرمه څه کم دوولس بجې وې چې بیا جنګ شروع شو، جنګ د شېرو اوبو په ساحه کې د امنیتي پوستې پر سر شوی دی، پاکستاني لوري بیا د هغه بلې ورځې په څېر د توپونو ټکان شروع کړل.»

ډیورنډ کرښې ته د نږدې کلیو اوسېدونکي هم وایي چې تر یوې بجې د درنو ډزو غږونه اورېدل کېدل او د کرښې په هغه غاړه چمن ښار کې له ځينو سیمو دود پورته کېده.

د شهید کلي یوه اوسېدونکي احمدضیا په دې اړه پژواک خبري اژانس ته وویل: «تر یوې بجې ډېر لوی لوی ټکان کېدل، د چمن خوا ته هم د ځینو ځایونو څخه دود پورته کېده، د جنګ ساحې ته نور طالبان هم ولاړل، نور یې تر اوسه درک نه دی معلوم.»

له دې نښتې تر اوسه د سپین بولدک روغتون درې ټپيان ور وړل شوي دي.

د دغه روغتون یوه نوکریوال ډاکټر چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي، پژواک خبري اژانس ته وویل، روغتون ته درې ټپیان ور وړل شوي چې یوه ښځه، یوه ماشومه او یو نارینه په کې شامل دي.

ځايي چارواکي د دغې نښتې په اړه څه نه وايي خو په دې اړه د معلوماتو ترلاسه کولو خبره کوي.

د کندهار ولایت مقام ویاند حاجي زید پژواک خبري اژانس ته په دې اړه وویل: «معلومات کوو، ان‌شاءالله څه خبره نشته.»

خو د ملي دفاع وزارت د یوه ټویټ په کولو ویلي چې متاسفانه نن ورځ یو ځل بیا پر سپین بولدک ولسوالۍ د پاکستاني عسکرو له خوا ډزې شوې او جګړه رامنځته شوې ده.

سرچینه زیاتوي: «اسلامي امارت د هرې ستونزې لپاره خبرې اترې یوه معقوله لار ګڼي، منفي اقدامات او د جګړې لپاره بهانې لټول د یوه لوري په ګټه هم نه دي.»

تېره اوونۍ هم په «شېرو اوبو» سیمه کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د امنیتي پوستې جوړولو پر سر نښته شوې وه.

په دې نښته کې دې غاړې ته یو امنیتي کس وژل شوی و او ۱۳ نور ټپيان شوي وو چې لس یې امنیتي او پاتې درې یې ملکي کسان وو.

هغه مهال د سپین بولدک- چمن لار هم لنډ وخت تړل شوې وه خو له نننۍ نښتې وروسته تر اوسه د سپین بولدک او چمن ترمنځ د دروازې د بندېدو په اړه کوم خبر نه دی ورکړل شوی او لار په عادي ډول خلاصه ده. 

Views: 281

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.