ترینکوټ (پژواک، ۲۴ لېندۍ ۱۴۰۱): د اروزګان ولایتي روغتون مسوولین وايي، په دې وروستیو کې یې په داسې حال کې مراجعین او ناروغان ډېر شوي چې د ځای له تنګوالي او د تشکیل له کمښت سره مخ دي.
د دغه روغتون سرطبیب ډاکټر عبدالغفار وطنوال پژواک خبري اژانس ته وویل، وروسته له هغه چې له مرکز ترینکوټ څخه ولسوالیو ته غځېدلې لارې پرانیستل شوې او امنیت ټینګ شوی، نو د دغه روغتون مراجعین هم ډېر شوي دي.
هغه زیاته کړه، دغه ولایتي روغتون د ۵۰ بسترونو لپاره جوړ شوی، خو دوی په کې په یوه وخت له ۱۲۰ ډېر ناروغان بستر کړي دي.
نوموړی وايي، د روغتون تشکیل هم دومره کم دی چې د ۴۰ ناروغانو د پاملرنې لپاره یې یو نرس ګومارلی، په داسې حال کې چې د روغتیايي معیارونو پر بنسټ باید ۵ ناروغانو ته یو نرس وګومارل شي.
خو نوموړي پر یادو ستونزو سربېره یادونه وکړه چې د پخوا په پرتله یې خدمات ۵۰ سلنه ښه کړي او تازه یې د تومور، مثانې او هډوکو درې پرمختللي عملیات په لومړي ځل په بریالۍ توګه ترسره کړي دي.
سرطبیب وویل، په دغه روغتون کې د دوو جراحي ډاکټرانو په مرسته په میاشت کې تر ۱۳۰ لوی او کوچني عملیات کېږي.
هغه غوښتنه وکړه چې مرکزي اداره دې د دغه روغتون د ځای تنګوالي او د تشکیل کمښت ستونزه حل کړي.
د یاد روغتون یوه جراح ډاکټر حبیبالله باوري وايي، په دې وروستیو کې یې په لومړي ځل درې پېچلي عملیات کړي چې مخکې په دغه روغتون کې نه وو شوي.
نوموړي پژواک ته وویل، که مرکزي اداره دغه روغتون ته پام ډېر کړي او د اړتیا وړ امکانات په واک کې ورکړي، نو نورو ولایتونو ته به د ناروغانو د تلو شمېر کم شي.
خلک د یاد روغتون له خدماتو خوښ دي خو دوی هم وايي چې د بسترونو او ډاکټرانو شمېر دې ډېر شي.
د ګیزاب ولسوالۍ اوسېدونکی محمد اغا- چې د تومور عملیات یې په بریالۍ توګه شوي- پژواک اژانس ته وویل، خوشحاله دی چې اوس په دغه روغتون کې دا ډول عملیاتو ته زمینه برابره شوې ده.
خو دی وايي، د روغتون د بسترونو، ډاکټرانو او روغتیاپالانو شمېر کم دی او د دغه ولایت لپاره بسنه نه کوي چې باید ډېر شي.
د اروزګان روغتیايي چارواکي او خلک داسې مهال د ولایتي روغتون اړوند د بسترونو او تشکیل د کمښت یادونه کوي چې موده مخکې دغه ولایت ته د عامې روغتیا وزارت راغلي یوه پلاوي ژمنه کړې وه چې د ولایتي روغتون د ارتقا ترڅنګ به تر ۳۰ پورې نور ساحوي روغتیايي مرکزونه هم جوړ کړي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن