ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بښنې نړۍوال سازمان پاکستان کې د افغان کډوالو وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې

د بښنې نړۍوال سازمان پاکستان کې د افغان کډوالو وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې

author avatar
17 Dec 2022 - 19:21
د بښنې نړۍوال سازمان پاکستان کې د افغان کډوالو وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې
author avatar
17 Dec 2022 - 19:21

کابل (پژواک، ۲۶ لېندۍ ۱۴۰۱): د بښنې نړۍوال سازمان، په پاکستان کې د افغان کډوالو وضعیت اندېښمن کړی، له دغه هېواده غواړي چې افغان کډوالو ته د ویزې مقررات چمتو کړي تر څو زده‌کړو، کار او نورو اړینو خدماتو ته لاسرسی ولري.

د بي‌بي‌سي پښتو راپور له مخې، د بښنې نړۍوال سازمان مشرې ډاکټرې انګېس کالا مارډ په يوه پرانستي لیک کې ویلي چې په پاکستان کې افغان کډوال د توپیري چلند او بیان ازادۍ برخه کې د ستونزو ترڅنګ، نه شي کولی چې خپلې ویزې تمدید کړي او نورې جدي ستونزې هم لري.

هغې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ته ویلي چې د ویزو د تمدید په برخه کې اداري خنډونه په دغه هېواد کې افغان کډوال د پولیسو له خوا د نیولو له خطر سره مخامخ کوي.

په دغه لیک کې راغلي، د ویزو تمدید لپاره د یوه ځانګړي بهیر نشتوالي له امله په پاکستان کې افغان کډوال له ډېرو جدي ستونزو لاس او ګریوان دي او د دغو کډوالو د ناڅرګند برخلیک له امله د بښنې نړۍوال سازمان ژوره اندېښنه لري.

نوموړې ویلي، د هغو افغان کډوالو د ځاني امنیت په اړه ډېره اندېښنه لري چې په افغانستان کې تر سیاسي تحول وروسته پاکستان ته تللي دي. هغې د پاکستان له لومړي وزیر څخه غوښتي چې په دغه هېواد کې د مېشتو افغانانو ساتنه وکړي.

د بښنې نړۍوال سازمان مشرې ویلي: «په پاکستان کې مېشت دا ډله افغان کډوال د اوسېدو سند نه لرلو له امله کورونه په کرایه نه شي نیولي، دغه‌راز دوی موبایل سیم‌کارت او بانکي حساب نه شي پرانیستلی او له دې امله په بهر کې له مېشتو خپلوانو څخه مالي ملاتړ هم نه شي ترلاسه کولی، آن دا چې دولتي روغتونونو ته د درملنې لپاره هم نه شي ورتللی.»

په افغانستان کې د تېر کال د زمري میاشتې له تحول وروسته زرګونه افغانان پاکستان ته تللي او هلته نورو بهرنیو هېوادونو ته د تګ لپاره په تمه دي.

د بښنې نړۍوال سازمان د افغانانو د ویزې په تړاو د پاکستان له حکومته غوښتي چې د دوی لپاره د ویزې مقررات چمتو کړي، څو دوی وکولی شي چې د ماشومانو د زده‌کړې په ګډون له توپیر پرته خدماتو ته لاسرسی ومومي او دغه‌راز د کار اجازه هم ورکړي.

د روان کال د لړم په ۲۳مه، د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په دغه هېواد کې افغانانو او ټولو بهرنيانو ته چې قانوني اسناد نه لري، خبرداری ورکړی و چې د روان زېږديز کال تر پایه له دغه هېواده ووځي.

د راپورونو له مخې، دا مهال شاوخوا درې میلیون افغان کډوال په پاکستان کې دي.

د روان کال په لړم میاشت کې راپورونه خپاره شول چې له څه مودې راهيسې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې له افغانستان سره د تګ راتګ پر لارو، په ځانګړې توګه په سند ایالت کې له افغانانو سره د پاکستاني پولیسو له لوري ناوړه چلند کېږي.

له دغو راپورونو وروسته، د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي په کابل کې د پاکستان له سفیر سره په لیدنه کې ویلي و، په دې وروستیو کې له افغانانو سره د پاکستاني پولیسو چلند ناسم، پارونکی او د دواړو هېوادونو په زیان دی.

د پاکستان سفیر ژمنه کړې وه چې د افغان کډوالو د ستونزو په اړه ورکړل شوي پيغامونه به له خپلو چارواکو سره شریک کړي.

ده د افغان کډوالو د هر ډول ستونزو د هواري ډاډ ورکړی و او ویلي یې و، پاکستان او افغانستان دوه مسلمان ګاونډي هېوادونه دي چې ګن مذهبي، کلتوري او اقتصادي مشترکات لري او حکومت به یې هیچاته اجازه نه ورکوي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ فضاء خړه او حالت کړکېچن کړي.

Views: 26

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.