اټلانټا (پژواک، ۲۵ لېندۍ ۱۴۰۱): د هېواد په پلازمېنې کابل او شاوخوا ولایتونو کې یو ځل بیا سخته زلزله وشوه، خو تر اوسه له امله یې د اوښتو زیانونو په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.
دا زلزله نن د لېندۍ په ۲۵مه، د شپې شاوخوا ۱۱ بجې وشوه.
عیني شاهدانو په ټولنیزو شبکو کې لیکلي چې زلزله په کابل، لوګر، میدان وردګ، پروان، کاپیسا، لغمان او ځینو نورو ولایتونو کې محسوس شوې ده.
ځینو سرچینو د دغې زلزلې شدت د ریختر په ۴،۱ درجې لیکلې، خو تر اوسه کومې معتبرې سرچینې په اړې څه نه دي خپاره کړي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP