اټلانټا (پژواک، ۲۵ لېندۍ ۱۴۰۱): د هېواد په پلازمېنې کابل او شاوخوا ولایتونو کې یو ځل بیا سخته زلزله وشوه، خو تر اوسه له امله یې د اوښتو زیانونو په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.
دا زلزله نن د لېندۍ په ۲۵مه، د شپې شاوخوا ۱۱ بجې وشوه.
عیني شاهدانو په ټولنیزو شبکو کې لیکلي چې زلزله په کابل، لوګر، میدان وردګ، پروان، کاپیسا، لغمان او ځینو نورو ولایتونو کې محسوس شوې ده.
ځینو سرچینو د دغې زلزلې شدت د ریختر په ۴،۱ درجې لیکلې، خو تر اوسه کومې معتبرې سرچینې په اړې څه نه دي خپاره کړي.
د ایاز نورزي په نامه یوه کس فیسبوک کې لیکلي: «ډېره تېزه زلزله، شکر چې په خير تېره شوه.»
د زاهد خان په نامه یوه بل کس لیکلي چې په خواږه خوب ویده و او د زلزلې ټکانونو راویښ کړ.
تر اوسه مسوولینو د زلزلې له امله اوښتو زیانونو په اړه څه نه دي ویلي.
د یادونې ده، پنځه ورځې مخکې (د لېندۍ په پنځمه) هم په کابل او شاوخوا ولایتونو کې د ریختر په کچه ۴،۲ درجې زلزله شوې وه، خو زیانونه یې نه درلودل.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










