فېروزکوه (پژواک، ۲۷ لېندۍ ۱۴۰۱): د غور امنیه قومانداني وايي، په دغه ولایت کې یوې نجلۍ ځانوژنه کړې او یوې بلې د لوبې پرمهال په ناپامۍ سره ژوند له لاسه ورکړی دی.
د غور امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالرحمن بدري پژواک خبري اژانس ته وویل، یوه له یادو نجونو چې ازیتا نومېده او ۱۳ کلنه وه، پرون مازیګر له رسۍ سره د لوبې پرمهال په ناپامۍ مړه شوې ده.
هغه زیاته کړه: «د فېروزکوه ښار په لویدیځ دره قاضي سیمه کې دوو نجونو چې په خپل کور کې پر تناب لوبې کولې چې ناڅاپه تناب د یوې غاړې پر غاړه بندېږي او له خفک کېدو وروسته ژوند له لاسه ورکوي.»
نوموړي د دویمې قضیې په اړه داسې وویل: «یوې ۱۸ کلنې نجلۍ د تیورې ولسوالۍ په دهتای کلي کې د تناب په وسیله ځانوژنه کړې خو د دغې ځانوژنې لامل نه دی معلوم.»
د امنیې قوماندانۍ ویاند زیاته کړه چې دواړه قضیې د دوی تر څېړنو لاندې دي.
خو په تیوره ولسوالۍ کې یوې سرچینې چې یې نه غوښتل نوم یې واخیستل شي وویل، دغه نجلۍ پریما نومېده او کوژده شوې وه.
د یادې سرچینې په خبره، د پریما کورنۍ تصمیم نیولی وو چې د واده مراسم یې ترسره کړي، خو دغه نجلۍ راضي نه وه او ځانوژنه یې کړې ده.
Views: 219
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن