Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غور کې د دوو نجونو مړینه؛ یوې ځان‌وژنه کړې ده

فېروزکوه (پژواک، ۲۷ لېندۍ ۱۴۰۱): د غور امنیه قومانداني وايي، په دغه ولایت کې یوې نجلۍ ځان‌وژنه کړې او یوې بلې د لوبې پرمهال په ناپامۍ سره ژوند له لاسه ورکړی دی.

د غور امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالرحمن بدري پژواک خبري اژانس ته وویل، یوه له یادو نجونو چې ازیتا نومېده او ۱۳ کلنه وه، پرون مازیګر له رسۍ سره د لوبې پرمهال په ناپامۍ مړه شوې ده.

هغه زیاته کړه: «د فېروزکوه ښار په لویدیځ دره قاضي سیمه کې دوو نجونو چې په خپل کور کې پر تناب لوبې کولې چې ناڅاپه تناب د یوې غاړې پر غاړه بندېږي او له خفک کېدو وروسته ژوند له لاسه ورکوي.»

نوموړي د دویمې قضیې په اړه داسې وویل: «یوې ۱۸ کلنې نجلۍ د تیورې ولسوالۍ په ده‌تای کلي کې د تناب په وسیله ځان‌وژنه کړې خو د دغې ځان‌وژنې لامل نه دی معلوم.»

د امنیې قوماندانۍ ویاند زیاته کړه چې دواړه قضیې د دوی تر څېړنو لاندې دي.

خو په تیوره ولسوالۍ کې یوې سرچینې چې یې نه غوښتل نوم یې واخیستل شي وویل، دغه نجلۍ پریما نومېده او کوژده شوې وه.

د یادې سرچینې په خبره، د پریما کورنۍ تصمیم نیولی وو چې د واده مراسم یې ترسره کړي، خو دغه نجلۍ راضي نه وه او ځان‌وژنه یې کړې ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.