ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتیا کې قومي تړون؛ د ځنګلونو پر وهلو او د وحشي ژوو پر ښکار بندیز ولګېد

پکتیا کې قومي تړون؛ د ځنګلونو پر وهلو او د وحشي ژوو پر ښکار بندیز ولګېد

author avatar
18 Dec 2022 - 15:36
پکتیا کې قومي تړون؛ د ځنګلونو پر وهلو او د وحشي ژوو پر ښکار بندیز ولګېد
author avatar
18 Dec 2022 - 15:36

ګردېز (پژواک، ٢٧ لېندۍ ١٤٠١): د پکتيا د يو شمېر ولسواليو قومي مشرانو د ځنګلونو پر وهلو او د وحشي ژوو پر ښکار بنديز لګولى دى.

ميرزکه، ځاځي‌اريوب، جاني‌خېل او احمدخېل د پکتیا هغه ولسوالۍ دي چې غرونه يې ځنګلونو پوښلي چې اوس يې په يو شمېر سيمو کې خلکو د ځنګلونو ساتنې په موخه قومي تړونونه کړي دي.

د ميرزکې ولسوالۍ قومي مشر حاجي نورمحمد پژواک خبري اژانس ته وويل: «د دې ولسوالۍ قومي مشرانو د يوې غونډې په ترڅ کې پرېکړه کړې چې له دې وروسته به هیڅ کس ځنګل نه پرې کوي او نه به په غرونو کې د وحشي ژوو ښکار کوي.»

نوموړى وايي، که هر څوک د ځنګل پر وهلو وليدل شي نو د قومي تړون له مخې به د يوې پرې شوې ونې پر سر لس زره افغانۍ جريمه ورکوي.

د نورمحمد په خبره، دغه تړون يې له دولت سره هم شريک کړى او د هغوى په همکاري به د غرونو ساتنه کوي.

د پکتيا د احمدخېلو ولسوالۍ قومي مشر اکبرګل هم ورته خبره کوي او وايي چې د دوى په ولسوالۍ کې يو شمېر لوى او واړه قومي تړونونه شوي چې له مخې يې څوک ځنګلونه نه شي وهلى.

نوموړي پژواک ته وويل: «په احمدخېلو ولسوالۍ کې د قومي پرېکړې له مخې هيڅوک نه شي کولای چې ځنګلونه پر خپل سر ووهي او يا وحشي ژوي او الوتونکو مرغان ښکار کړي.»

اکبرګل له دولته غوښتنه کوي چې د ځنګل‌لرونکو سيمو خلکو ته د سالم مصروفيت په موخه کاري زمينه برابره کړي.

د میرزکې ولسوال مولوي محمداسماعیل منصور وايي چې د دغه پکتیا د کرنې او مالدارۍ له رياست سره په همغږۍ يې د سيمې خلک او قومي مشران دې ته هڅولي چې د ځنګلونو قطع کولو مخنيوی وکړي.

نوموړى وايي، د کرنې وزارت د طرحو او اصولو له مخې، د شنو ځنګلونو پرې کول، د طبيعي بوټو را ایستل، د وحشي حیواناتو او الوتونکو ښکار او تجارت کول جرم دی.

د پکتيا کرنې رياست د قومي مشرانو د دې پرېکړې هرکلى کوي او زياتوي چې دا ډول تړونونه د ځنګلونو په خوندي ساتلو کې ښه رول لوبولاى شي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.