ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د تخار اوسېدونکي: تالقان کې د ښاروالۍ چمن تفریح‌ځای د نشه‌یانو پر پناه‌ځای بدل شوی

د تخار اوسېدونکي: تالقان کې د ښاروالۍ چمن تفریح‌ځای د نشه‌یانو پر پناه‌ځای بدل شوی

author avatar
18 Dec 2022 - 14:34
د تخار اوسېدونکي: تالقان کې د ښاروالۍ چمن تفریح‌ځای د نشه‌یانو پر پناه‌ځای بدل شوی
author avatar
18 Dec 2022 - 14:34

تالقان (پژواک، ٢٧ لېندۍ ۱۴۰۱): د تخار ځیني اوسېدونکي د معتادینو پر ډېرېدو اندېښنه ښيي او وايي، د ښاروالۍ چمن چې مخکې یو تفریح‌ځای و، اوس د نشه‌یانو پر پناه‌ځای بدل شوی دی.

د هغوی په وینا، که د یادو کسانو راټولولو ته پاملرنه ونه شي، د ښار په زړه کې د معتادینو شتون او د دوی له خوا په عام محضر کې د نشه‌یي توکو کارول به د بېلابېلو ناروغيو د زياتوالي لامل شي.

په تالقان کې یوه دیني عالم حبیب‌الرحمن پژواک اژانس ته وویل، د ښاروالۍ چمن چې د ښار په مرکزي ساحه کې واقع دی، د مسوولینو د نه پاملرنې له امله اوس د معتادینو لپاره خوندي ځای ګرځېدلی دی.

هغه زیاتوي: «هره ورځ له دې لارې تېرېږو، د ښاروالۍ چمن کې د معتادینو راټولېدلو له امله ناهیلي کېږو چې ولې تفریحي ځای د معتادینو پر پناه‌ځای بدل شوی دی.»

نوموړی د ښاروالۍ له مسوولینو غواړي څو د دغه تفریحي ځای ساتلو ته پاملرنه وکړي او معتادین ترې راټول کړي.

احمدنوید یو له هغو ځوانانو دی چې ځیني وخت د تفریح لپاره د تالقان ښاروالۍ چمن ته ځي، خو هغه وايي، په دې وروستیو کې د معتادینو د ډېرېدو له امله دغه ځای ته له ورتګه زړه‌توری شوی دی.

نوید زیاتوي، مخکې به له ټولو ولسوالیو ځوانان د تفریح لپاره تالقان ښاروالۍ چمن کې راټولېدل، خو اوس پکې شپه او ورځ نشه‌یان راټولېږي او په خپله خوښه په عام محضر کې نشه‌يي توکي کاروي چې د نورو ځوانانو پر روحیې منفي اغېز لري.

هغه وايي: «زه یو ځوان یم، هر کله چې د دغه له چمن شاوخوا تېرېږم وینم چې معتادین په عام محضر کې بېلابېل نشه‌يي توکي کاروي چې د دغو موادو دود او تعفن د ټولو لپاره ځورونکی دی. موږ له حکومته غواړو چې دوی ته پاملرنه وکړي او د ښاروالۍ چمن چې تفریحي ځای دی، باید د معتادینو د اوسېدو ځای نه شي.»

دغه‌راز، له ډېرو هڅو سره سره ونه توانېدو چې د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې مسوولینو نظر ترلاسه کړو؛ له دې مخکې د تخار د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیر ملا عبدالبصير د تالقان ښار له سيمو څخه د معتادینو راټولولو او پر نشه‌يي توکو د روږدو کسانو لپاره د۴۰ بستريز روغتون د فعالولو خبر ورکړى و.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په تخار کې د نشه‌یانو شمېر ډېر شوی او په عام محضر کې د نشه‌یي توکو کارول، خلک اندېښمن کړي دي.

Visits: 12

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.