ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امنیت شورا د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي پر راپور بحث کوي

امنیت شورا د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي پر راپور بحث کوي

author avatar
19 Dec 2022 - 17:57
امنیت شورا د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي پر راپور بحث کوي
author avatar
19 Dec 2022 - 17:57

کابل (پژواک، ۲۸ لېندۍ ۱۴۰۱): د ملګرو ملتونو په امنيت شورا کې د افغانستان په اړه د دغه سازمان د سرمنشي پر راپور بحث کېږي.

د يوناما له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان د وضعیت او په دغه هېواد کې د ملګرو ملتونو د فعالیتونو په اړه، د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتریش وروستی درې میاشتنی راپور اوس په لاس کې دی.

سرچينه زياتوي، ټاکل شوې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ډسمبر په ۲۰مه د نیویارک پر وخت ۱۰:۰۰ بجې (د کابل په سیمه‌ییز وخت ۱۹:۳۰) د راپور په اړه بحث وکړي.

سرچينه کاږي، په دې ناسته کې به افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا خپلې څرګندونې وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.