لښکرګاه (پژواک، ۲۹ لېندۍ ۱۴۰۱): د هلمند په سنګین ولسوالۍ کې – چې په تېرو شلو کلونو کې د جګړو مرکز و – له تېرو درېیو میاشتو راهیسې زرګونه ماشومانو ته د زدهکړې زمینه برابره شوې ده.
د سنګین ولسوالۍ د پوهنې امر مولوي اخترمحمد پژواک خبري اژانس ته وویل، په تېرو درېیو میاشتو کې د دې ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې ۱۳۵ سیمهییز ټولګي جوړ شوي چې پکې د نجونو او هلکانو په ګډون ۵زره ماشومانو ته د زدهکړې زمینه برابره شوې ده.
هغه په دغو ټولګیو کې د شاملو نجونو کره شمېره په ډاګه نه کړه، خو ويې ویل چې د یاد شمېر زدهکوونکو شاوخوا نیمايي یې نجونې دي.
نوموړي زیاته کړه، دغه سیمهییز ټولګي د سنګین ولسوالۍ لپاره بسنه نه کوي؛ ځکه په وينا يې، ډېرې داسې سیمې شته چې له ښوونځيو ۵ تر ۷ کیلومتره واټن لري او ماشومان یې له زدهکړو بېبرخې دي.
هغه له پوهنې وزارته غوښتل چې د سنګین لپاره دې نور سیمهییز ټولګي او ښوونکي منظور کړي.
بلخوا، د یادې ولسوالۍ اوسېدونکي هم د حکومت له دغه اقدامه هرکلی کوي او وايي، تېرو جګړو له دوی د ژوند ټولې اسانتیاوې اخیستې وې.
دوی خوښ دي چې اوس يې ماشومانو ته د زدهکړې زمینه برابره شوې ده.
د سنګین ولسوالۍ د فتیح محمد سیمې اوسېدونکي حاجي محمدګل محمد پژواک ته وویل، پخوا د دوی په سیمه کې سخته جګړه وه او ماشومان يې له زدهکړو بېبرخې وو.
هغه وویل: «پخوا دلته سخته جګړه وه او ماشومان مو آن د جومات له درسه هم محروم وو.»
د یادې ولسوالۍ د مرکز اوسېدونکي دادمحمد وویل، اوس خلک ډېر خوښ دي چې جګړه ختمه شوې او ماشومانو ته يې د زدهکړو زمینه برابره شوې ده.
نوموړي له والدینو هم وغوښتل چې له اوسني فرصته دې ګټه واخلي او خپل ماشومان دې ښوونځي ته واستوي.
په ورته وخت کې، د نوو جوړ شوو سیمهییزو ښوونځيو زدهکوونکي هم خوښ دي چې په خپلو سیمو کې ورته د زدهکړې زمینه برابره شوې ده.
د امېنې په نوم یوې ۱۰ کلنې نجلۍ پژواک ته وویل: «ښوونځی زموږ له کلي ډېر لرې دی او موږ له همدې امله له زدهکړو بېبرخې وو، خو اوس ډېره خوشحاله یم چې په سیمهییز ټولګي کې د زدهکړې زمینه راته برابره شوې او لومړی ټولګی لولم.»
نهه کلن امینالله هم وايي، پخوا د جګړو له امله ښوونځي ته نه شو تللی او اوس د خپل کلي په یوه سیمهییز ټولګي کې درس وايي.
هلمند د هېواد له هغو ولایتونو دی چې په تېرو شلو کلونو کې د جګړو مرکز و او د پوهنې په شمول بېلابېلې برخې یې زیانمنې شوې وې.
Views: 37
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن