Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

لغمان کې د نشه‌يي توکو قاچاق په تور دوه کسان نیول شوي

مهترلام (پژواک، ۲۹ لېندۍ ۱۴۰۱): د لغمان امنیتي سرچینې وايي، د دغه ولایت د غرقیو ولسوالۍ په مربوطاتو کې دوه کسان له ۳۱۴ کیلوګرام چرسو سره یوځای نیول شوي دي.

د دغه ولایت امنیې قوماندانۍ ویاند یونس یوسفزي پژواک خبري اژانس ته وویل، وړمه شپه امنیتي ځواکونو د کابل- ننګرهار لارې په اوږدو کې د لغمان غرقیو ولسوالۍ په مربوطاتو کې دوه قاچاقبر له ۳۱۴ کیلوګرامه چرسو سره ونیول.

هغه زیاته کړه چې نیول شوو یاده اندازه نشه‌يي توکي په یوه مازدا موټر کې ځای پر ځای کړي وو.

دغه راز هغه وویل چې نیول شوي کسان د ننګرهار اصلي اوسېدونکي دي او په لومړيو څېړنو کې يې پر خپل جرم اعتراف کړی دی.

یوسفزي زیاته کړه چې یاد کسان به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.