ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

درۀ صوف کې د ډبرو سکرو ځیني کان‌لرونکي: که ستونزې مو حل نه شي اړ کېږو کارونه ودروو

درۀ صوف کې د ډبرو سکرو ځیني کان‌لرونکي: که ستونزې مو حل نه شي اړ کېږو کارونه ودروو

author avatar
21 Dec 2022 - 14:10
درۀ صوف کې د ډبرو سکرو ځیني کان‌لرونکي: که ستونزې مو حل نه شي اړ کېږو کارونه ودروو
author avatar
21 Dec 2022 - 14:10

کابل (پژواک، ۳۰ لېندۍ ۱۴۰۱): د سمنګان په درۀ صوف کې د ډبرو سکرو ځیني کان‌لرونکي وایي، له قرادادي شرکتونو پرته – چې سکاره په ارزانه بیه پېري – نورو ته د هغوی د سکرو د پېر اجازې نه ورکولو له تاوان سره مخ کړي دي او که دا ستونزه حل نه شي، کارونه دروي او ګڼ شمېر کسان به وزګار شي.

خو د کانونو وزارت وایي، په درۀ صوف کې د ډبرو سکرو په برخه کې هیڅ خنډ نشته.

د روان کال د لړم میاشتې په اوومه، یوې حکومتي کمېټې پرېکړه وکړه چې د کابل ښار په بېلابېلو ناحیو کې به ۴۰۰ زره ټنه د ډبرو سکاره ځای پرځای کېږي او خلکو ته به یو ټن په ۹۰۰۰ افغانۍ ورکړل شي.

دا په داسې حال کې ده چې دا مهال د کابل په بازارونو کې یو ټن د لوړ کیفیت لرونکي ډبرو سکاره په ۱۶۰۰۰ افغانۍ او د ټیټ کیفیت لرونکي په ۷۰۰۰ افغانۍ پلورل کېږي. خو د دره صوف په کانونو کې یې بیې چې مخکې له ۳۰۰۰ تر ۵۰۰۰ افغانۍ وې اوس له ۱۲۰۰ تر ۲۰۰۰ رالوېدلې دي.

د لېندۍ په لومړۍ نېټه، د کانونو او او پټرولیم وزارت خبر ورکړ چې له سمنګان څخه کابل ته د ډبرو سکرو نږدې ۳۰۰ پر سکرو بار موټر را رسېدلي او په دغه ښار کې خلکو ته یو ټن په ۹۰۰۰ افغانۍ ته ورکول کېږي.

سرچینې ویلي و چې له سمنګانو کابل ته د دغو سکرو د لېږد هوکړه له اتو شرکتونو سره شوې ده.

 د کانکېندونکو نیوکې

په دره صوف کې د امیري په نوم د ډبرو سکرو د استخراج شرکت استازي محمدامیري ادعا کوي چې حکومت د دره صوف له کانونو په ارزانه بیه درېیمه او څلورمه درجه د سکرو ډبرې پېري، محصول پرې نه راځي او بېرته یې په ۹۰۰۰ افغانۍ خلکو ته ورکوي.

خو هغه زیاته کړه: «اوس پرته له قراردادي شرکتونو نورو خلکو او کاروباریانو ته اجازه نه ورکول کېږي چې په دغه سیمه کې د سکرو ډبرې واخلي او ځيني استخراج کوونکي شرکتونه – چې د سکرو ډبرې په لوړه بیه ورته پریوتي- په ارزانه بیه یې قراردادي شرکتونو ته نه ورکوي؛ ځکه تاوان کوي او له همدې امله تر ۶۰ سلنې کانونو خپل کارونه درولي دي.»

ده وویل، مخکې د دره صوف کانونو د ډبرو سکرو یو ټن له ۳۰۰۰ تر ۵۰۰۰ افغانۍ پلورل کېده، خو اوس یې قراردادي شرکتونه له ۱۲۰۰ تر ۱۵۰۰ افغانۍ په داسې حال کې غواړي چې د ده د ادعا له مخې، کان‌لرونکو ته یو ټن په ۲۵۰۰ افغانۍ پریوزي.

هغه وویل چې په دره صوف کې د کانونو ځینو مالکانو له شاوخوا یوې نیمې میاشتې راهیسې سکاره نه دي پلورلي، ځکه چې تاوان کوي.

هغه له حکومته وغوښتل چې په دره صوف کې له قراردادي شرکتونو پرته نورو کسانو ته هم اجازه ورکړي چې د ډبرو سکرو پېر او پلور وکولی شي او بازار ته یې عرضه کړي.

نوموړی زیاتوي: «حتی زموږ د لرګیو او نورو اړوندو موادو موټرو ته هم اجازه نه ورکول کېږي، کارونه مو درولي دي، کارګر له موږ پیسې غواړي، موږ نه شو کولی په ارزانه بیه خپل ذغال قراردادي شرکت ته ورکړو، دا یوه ستونزه ده چې باید حل شي.»

امیري وایي، د ډبرو سکرو د ځینو نورو شرکتونو له استازو سره کابل ته راغلی، د ځینو اړوندو دولتي ادارو له استازو سره یې لیدلي هم دي، خو تر اوسه د دغو ستونزو د حل لپاره څه ډاډ نه دی ورکړل شوی.

هغه وایي که چېرې دغه ستونزه حل نه شي، ډېر کسان به د ډبرو سکرو استخراج ودروي او زرګونو کسان به ورسره  کار له لاسه ورکړي.

په دره صوف کې د یوه بل کان مالک چې نه غواړي نوم یې څرګند شي، هم ورته شکایت کوي او وایي، د ډبرو سکرو پر کانونو خلکو ډېره پانګونه کړې، خو اوس له تاوان سره مخ دي.

ده وویل چې قرادادي شرکتونه یو ټن سکاره له ۱۲۰۰ تر ۱۴۰۰ افغانیو غواړي او یو، یو نور داسې موټر هم کله، کله پیدا کېږي چې یو ټن سکاره په ۱۷۰۰ او یا ۱۸۰۰ افغانۍ پېري او بازار ته یې لېږدوي، خو د دغو موټرو شمېر ډېر کم دی.

دی هم له حکومته غواړي چې یاده ستونزه حل کړي. هغه وویل چې که دغه ستونزه حل نه شي، ډېر کسان به اړ شي چې د کانونو کاروبار پرېږدي او له دې سره به ګڼ شمېر کاریګر هم دندې له لاسه ورکړي.

کابل ته د ډبرو سکرو د لېږد پر بهیر نیوکې

د ډبرو سکرو صادروونکو اتحادیې مشر محمدرسول توتاخېل د حکومت له خوا په ارزانه بیه د پلور په موخه کابل ته د ډبرو سکرو د لېږد پر پروسې نیوکه کوي، وایي: «د کانونو وزارت یو پلاوی سمنګانو ته ولاړ، هلته یې پر نورو خلکو پېر بند کړ [یوازې قراردادي شرکتونه د سکرو ډبرې پېرلی شي]، موږ څو ځله ورسره تماس کې شو، ورته مو وویل، کوم ذغال چې ستاسو خوښ دي هغه واخلئ خو [د عامو خلکو] موټر مه دروئ، دا د ملت او د دې خلکو په تاوان باندې دی، دا یو ظلم دی.»

خو د کانونو وزارت ویاند مفتي محمدامید خرم، بیا په دې اړه د جزییاتو له ورکولو پرته پژواک خبري اژانس ته وویل چې په دره صوف کې د ډبرو سکرو برخه کې هیڅ خنډ نشته.

د سکرو بیې  

د ډبرو سکرو صادروونکو اتحادیې مشر محمدرسول توتاخېل وایي، هغه مهال چې پاکستان ته د ډبرو سکرو صادرات ډېر وو او نورې ستونزې هم نه وې رامنځته شوې، په دره صوف کې یو ټن سکاره له ۳۰۰۰ افغانیو تر ۵۰۰۰ افغانۍ پلورل کېدل، خو اوس له ۱۲۰۰ تر ۱۸۰۰ افغانۍ پلورل کېږي.

د کانونو وزارت د روان کال په چنګاښ میاشت کې ویلي و چې هره ورځ له ۱۳۰۰۰ تر ۱۵۰۰۰ ټنه د ډبرو سکار له افغانستانه پاکستان ته صادرېږي. دغه وزارت اوس په دې اړه څه نه دي ویلي.

خو د توتاخېل په وینا، اوس پاکستان ته د ډبرو سکرو صادرات ۷۰ سلنه کم شوي او دغه کموالي هم په دره صوف کې د سکرو د بیو پر رالوېدو اغېز کړی دی.

ده وویل: «د کابل په مارکېټ کې هم د ډبرو سکرو د بیو د لوړېدو یو لامل دا دی چې صادارت کم شول او بل لامل هم دا دی چې هلته حکومت سکاره ارزانه غواړي او خلکو ته په لوړه بیه پریوتي او په تاوان یې نه ورکوي.»

دا په داسې حال کې ده چې د روان زېږدیز کال د ډسمبر په پنځمه په نړۍوال مارکېټ کې یو ټن ډبرو سکاره په ۴۵۲ ډالرو پلورل کېده، خو د همدغه کال د نومبر په ۱۱مه دغه بیې ۳۲۳ ته راولوېدې او اوس بېرته ۴۰۰ ډالرو ته لوړې شوې دي.

تمه وه چې د حکومت له خوا په ټيټه بیه د ډبرو سکرو وېش له پیل سره به په عام بازار کې د سکرو بیې ولوېږي، خو داسې ونه شول.

د کابل ښار ده‌سبز ولسوالۍ اړوند په عزیزهوتک بازار کې د ډبرو سکرو تر ټولو لوی بازار دی.

په دغه بازار کې د ډبرو سکرو یوه پلورونکي میاجان پژواک خبري اژانس ته وویل، وروسته له هغه چې حکومت د ډبرو سکرو لېږد د یادو شرکتونو له لارې کابل ته پیل کړی، د دره‌‎صوف ذغال په بازارونو کې نه پیدا کېږي؛ ځکه چې حکومت له قراردادي شرکتونو پرته نورو کسانو ته اجازه نه ورکوي چې سکاره له  دره صوف څخه بازار ته ولېږدوي.

دی وایي، اوس په بازارونو کې ډېری سکاره د بغلان ولایت د تاله او برفک سیمې دي او په داسې حال کې یې په بازار کې بیې لوړې شوې چې د دره صوف سکرو کیفیت د تاله او برفک له سکرو ښه دي.

د هغه په خبره، اوس د تاله او برفک ښه سکاره یو ټن په ۱۵۵۰۰ افغانۍ او تر ټولو ارزانه یې په ۷۰۰۰ افغانۍ پلورل کېږي.

په یاده سیمه کې د سکرو یو بل پلورونکی محمدخان هم وایي چې په عام بازار کې د ډبرو سکرو بیې لوړې شوې دي او لامل هم دا دی چې له قراردادي شرکتونو پرته نورو ته اجازه نه ورکول کېږي چې له دره صوف څخه د ډبرو سکاره وپېري او بازار ته یې ولېږدوي.

نوموړی وایي، اوس یو ټن د لوړ کیفیت سکاره په ۱۶۰۰۰ افغانۍ او تر ټولو ټیټ کیفیت لرونکي سکاره بیا ۷۵۰۰ افغانۍ پلورل کېږي.

Views: 259

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.