کابل (پژواک، ۳۰ لېندۍ ۱۴۰۱): د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون ځينو پخوانيو چارواکو او څو ملي لوبغاړو په افغانستان کې د سرپرست حکومت له خوا د نجونو پر لوړو زدهکړو د بندیز پر پرېکړې غبرګونونه ښودلي دي.
د لوړو زدهکړو وزارت تېره شپه اعلان وکړ چې په هېواد کې د نجونو لوړې زدهکړې تر بل امر پورې وځنډول شوې. د دغه وزارت ویاند ضیاءلله هاشمي د لېندۍ په ۲۹مه د شپې ناوخته په خپله ټویټرپاڼه کې په دې اړه د وزارت رسمي خبرتیا خپره کړې وه.
پخواني ولسمشر حامد کرزي دغه پرېکړه خواشینوونکې بللې وايي، د هېواد پرمختګ، ابادي او ځانبسیاینه د دې خاورې د هر بچي، نجونو او هلکانو، په تعلیم او زدهکړې پورې تړلې ده.
هغه زیاته کړې: «د تعلیم مخنیوی نه یوازې چې د افغانستان ترقي او هوساینې ته زیان رسوي، بلکې زموږ ګران هېواد به له لا ډېرې بیچارهګۍ، بېوزلۍ او پردو ته له لا ډېر احتیاج سره مخ کړي.»
کرزي پر حکومت غږ کوي چې د اوسني او راتلونکو نسلونو د سوکالۍ او د هېواد ملي ګټو تأمین لپاره د نجونو پر مخ د پوهنتونونو، ښوونځیو او تحصیلي بنسټونو دروازې هر څه ژر پرانیزي.
د پخواني حکومت د سولې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله په خپلې فېسبوکپاڼې کې لیکلي چې تعلیم او تحصیل د ټولو هېوادوالو له اساسي حقونو څخه دي او له دې حق څخه د نجونو محرومول، د تأسف وړ دی.
دی وايي: «په داسې حال کې چې د ټولو هېوادوالو غوښتنه د نجونو پر وړاندې، د تعلیم او تحصیل د دروازو پرانيستل دي، زه هم د افغانستان د وګړي په توګه غوښتنه او تقاضا کوم چې د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو د بندېدلو پر پرېکړې دې له سره کتنه وشي.»
د مخکني ولسمشر اشرف غني د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب په خپله ټوېټرپاڼه کې لیکلي: «د ښځو پر زدهکړو د بندیز جابرانه تصميم یو ځل بیا ثابته کړه چې طالبانو تغییر نه دی کړی.»
د بهرنیو چارو پخواني وزیر محمدحنیف اتمر یادې پرېکړې ته په اشارې په خپلې ټوېټرپاڼې کې لیکلي چې دغه حرکت د اسلامي ارزښتونو او د بشر د اساسي حقونو خلاف دی او د بشري تمدن له تجربو سره په بشپړه توګه په تضاد کې ده.
دی وايي: «دا محرومیت د کورنیو ژوند، د ټولنې روغتیا او هوساینې، د افغانستان پرمختګ او راتلونکی په رښتینې توګه له خطر سره مخامخ کوي.»
هغه زیاته کړې، دغه پرېکړه باید ژر تر ژره بېرته واخیستل شي.
د ننګرهار مخکني والي ضیاءالحق امرخېل په خپله فېسبوکپاڼه کې لیکلي چې یاده پرېکړه خواشینوونکې ده او دا به لا خلک ناهیلي او خوابدي کړي.
دی وايي: «له يوې خوا د نجونو په مخ د ښوونځيو تړل او له بلې خوا دا تصمیم، له هیڅ مسوول حکومت سره نه ښايي. هیله ده بیا غور وشي!»
د مخکني ولسمشر اشرف غني سلاکار محمداکرم خپلواک هم پوهنتونونو ته د نجونو پر زدهکړو بنديز پرېکړه خواشينوونکې او دردوونکې بللې، وايي: «له سرپرست حکومت مو هيله ده چې له داسې تصاميمو ډډه وکړي، کوم چې د ولس د لا ډېرو فاصلو سبب ګرځي. مونږ مطمين يو چې د سرپرست حکومت اکثريت شمېر کې غړو دا درک کړې ده.»
هغه زیاته کړې، دی په دې باوري دی چې ډېر ژر به د ملت ارادې ته مراجعه کېږي څو د ملت په ګټه او خوښه پرېکړې وشي.
د مخکني حکومت د مشرانو جرګې مشر فضلهادي مسلمیار په خپله فېسبوکپاڼه کې بیا لیکلي چې زدهکړې د ټولو افغانانو بشري او بنسټیز حق دی، د افغاني پتمنو او محجوبو خویندو د پوهنتونونو ځنډولو اړوند د سرپرست حکومت تازه پرېکړه واقعاً خواشینوونکې ده.
هغه وايي: «موږ د تېر په څېر یو وار بیا له سرپرست حکومت څخه په کلکه غوښتنه کوو چې د افغان خویندو پر وړاندې دې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي تر څو هیڅ افغان له زدهکړو او تعلیم محروم او بېبرخې نه شي.»
په ورته وخت کې، د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ځینو لوبغاړو او د ازادو لوبو وتلي لوبغاړي احمد ولي هوتک هم د یادې پرېکړې په اړه غبرګونونه ښودلي دي.
د کرکټ ملي لوبډلې وتلي لوبغاړي محمدنبي په خپله فېسبوکپاڼه کې لیکلي: «مونږ ټول باید دا ومنو چې زمونږ ټولنه او دغه هېواد د مېرمنو زدهکړو ته هم حیاتي ضرورت لري، ځکه چې د دواړو (نارینه او ښځینهوو) په زدهکړو او ګډو هڅو د هېواد او ملت روښانه راتلونکې تضمینیږي.»
د کرکټ لوبډلې بل غړي راشد خان بیا ویلي، په دې کې شک نشته چې ښځه د ټولنې نيمه برخه ده او دا هم منلې خبره ده چې ښځه د انساني ټولنې بنسټ دی.
هغه وايي: «کومه ټولنه چي خپل کوچنيان د جاهلې او نالوستې ښځې په غېږ کې پرېږدي، ورته ممکنه نه ده چې له خپلو غړو دې د سم او ګټور خدمت او هلو ځلو تمه ولري.»
بل لوبغاړي رحمانالله ګربز لیکلي چې يوه باسواده کورنۍ ټولنې ته خوشحالي ورکولى شي او د هېواد د پرمختګ سبب ګرځي او ناپوهه کورنۍ تل پر ټولنې بوج وي.
د ازادو لوبو وتلي لوبغاړي احمد ولي هوتک په خپله فېسبوکپاڼه کې ویلي: «د علم دروازې مه بندوئ، تورو تیارو او جهالت ته مو مه ور غورځوئ. د دې وطن راتلونکي نسلونه د جهالت په ډنډ کې مه ډوبوئ.»
د یادونې ده، د سرپرست حکومت یاده پرېکړه تر اوسه د امریکا متحده ایالتونو، جاپان، قطر، انګلستان، پاکستان، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا، د افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړي استازي هوګو شورتر، د بشري حقونو د څار سازمان، د بښنې نړۍوال سازمان او د ژغورنې نړۍوالې کمېټې غندلي ده.
Views: 207
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن