لښکرګاه (پژواک، ۱ مرغومی ۱۴۰۱): د هلمند مسوولین وايي، د دغه ولایت په نوزاد ولسوالۍ کې دوه انسانتښتوونکي نیول شوي دي.
د یاد ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مرستیال مولوي محمدقاسم ریاض پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره ورځ د هلمند د نوزاد ولسوالۍ د امنیه قوماندانۍ امنیتي ځواکونو له خوا دوه انسانتښتوونکي نیول شوي چې یوه میاشت مخکې يې له هرات ولایت څخه یو ماشوم تښتولی و.
نوموړی زیاتوي، یاد انسانتښتوونکي عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارل شوي او د قانون له مخې به ورسره حساب وشي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP