Language

سيډني ټنډر کرکټ لوبډلې له فضل‌الحق فاروقي سره تړون لغوه کړ

کابل (پژواک، ۲ مرغومی ۱۴۰۱): د استراليا کرکټ «بېګ باش لیګ» سیالیو کې لوبېدونکې لوبډلې سيډني ټنډر له افغان لوبغاړي فضل‌الحق فاروقي سره خپل تړون لغوه کړی دی.

د بي بي سي د راپور له مخې، د اسټرالیا د نیو ساوت ویلز کرکټ اجرایيه مشر او د سيډني ټنډر لوبډلې عمومي مدیر ليجرمن ویلي: «د فضل‌الحق فاروقي چلند زموږ له ارزښتونو بهر دی او پرېکړه وشوه چې د هغه تړون باید لغوه شي.»

په راپور کې راغلي چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې دغه تېز توپ اچوونکی تېره میاشت په اسټرالیا کې په نړیوال جام کې ښه ولوبېد او له امله یې د سېډني ټنډر لوبډلې خوښ شو او له ده سره یې د نهو لوبو تړون وکړ. هغه د بېګ باش لیګ په څلورو لوبو کې دې لوبډلې ته پنځه ویکټې اخیستې دي.

سرچينې د جرمن له قوله ليکلي: «زموږ پام اوس له هغو سره پر مرستې ورټول دی چې د دې پېښې له امله زیانمن شوي دي.»

login or register a new account.