کابل (پژواک، ۲ مرغومی ۱۴۰۱): د استراليا کرکټ «بېګ باش لیګ» سیالیو کې لوبېدونکې لوبډلې سيډني ټنډر له افغان لوبغاړي فضلالحق فاروقي سره خپل تړون لغوه کړی دی.
د بي بي سي د راپور له مخې، د اسټرالیا د نیو ساوت ویلز کرکټ اجرایيه مشر او د سيډني ټنډر لوبډلې عمومي مدیر ليجرمن ویلي: «د فضلالحق فاروقي چلند زموږ له ارزښتونو بهر دی او پرېکړه وشوه چې د هغه تړون باید لغوه شي.»
په راپور کې راغلي چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې دغه تېز توپ اچوونکی تېره میاشت په اسټرالیا کې په نړیوال جام کې ښه ولوبېد او له امله یې د سېډني ټنډر لوبډلې خوښ شو او له ده سره یې د نهو لوبو تړون وکړ. هغه د بېګ باش لیګ په څلورو لوبو کې دې لوبډلې ته پنځه ویکټې اخیستې دي.
سرچينې د جرمن له قوله ليکلي: «زموږ پام اوس له هغو سره پر مرستې ورټول دی چې د دې پېښې له امله زیانمن شوي دي.»
په راپور کې راغلي: «د دغه ۲۲ کلن تېز توپ اچوونکي افغان کرکټ لوبغاړي پر ضد د روانې دسمبر میاشتې پر ۱۵ نېټه شکایت ثبت شوی و او د اسټرالیا کرېکټ بورډ یې په اړه پلټنه پیل کړې وه.»
سرچينه زياتوي، دغه بورډ د شکایت موضوع پټه ساتلې او نور جزییات نه دي ورکړي چې دا شکایت د څه په اړه و او له امله یې ولې د فاروقي په اړه پلټنه کېږي؛ خو سيډني ټنډر لوبډلې دومره ویلي چې د پلټنو په پایله کې د هغه قرارداد لغوه کوي او لامل یې دا بللی چې ګواکې «ده زموږ له ارزښتونو خلاف ناسته ولاړه کړې.»
سيډني ټنډر لوبډلې ویلي چې تراوسه د فضلالحق فاروقي ځای ناستي په اړه پرېکړه نه ده شوې.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










