ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حکمتیار: د ځوان نسل روزنه د حکومت مسوولیت دی؛ له زده‌کړو ګرځول یې هیڅ توجیه نه لري

حکمتیار: د ځوان نسل روزنه د حکومت مسوولیت دی؛ له زده‌کړو ګرځول یې هیڅ توجیه نه لري

author avatar
24 Dec 2022 - 01:26
حکمتیار: د ځوان نسل روزنه د حکومت مسوولیت دی؛ له زده‌کړو ګرځول یې هیڅ توجیه نه لري
author avatar
24 Dec 2022 - 01:26

[restrict paid=”true”]

اټلانټا (پژواک، ۲ مرغومی ۱۴۰۱): د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار پوهنتونونو کې د نجونو زده‌کړو ځنډېدو پرېکړې په اړه وایي چې هغوی ته د زده‌کړو خوندي چاپېریال برابرول د حکومت مسوولیت دی او خراب شرایط دغه پرېکړه نه شي توجیه کولی.

د لوړو زده‌کړو وزارت د لېندۍ په ۲۹مه اعلان وکړ چې په هېواد کې د نجونو لوړې زده‌کړې تر بل امر پورې وځنډول شوې.

د وزارت په خبرتیا کې راغلي: «د هېواد ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو ته خبر ورکول کېږي چې د ۱۴۴۳ هجري قمري کال د کابینې ۲۸مې ګڼې مصوبې پرېکړې له مخې، د اناثو تحصیل هم تر امر ثاني پورې معطل شو.»

حکمتیار د جمعې لمانځه خطبه کې وویل، د نجونو پر وړاندې د پوهنتونونو دروازې تړلو پرېکړه په داخل او بهر کې له جدي غبرګون سره مخ شوې ده.

هغه زیاته کړه، خلک په تمه وو چې د نجونو پر وړاندې د ثانوي ښوونځیو تړل شوې دروازې به پرانیستل شي، نه دا چې د پوهنتونونو دروازې به هم وتړل شي.

د حزب مشر وایي: «د دې پرېکړې عواقب به هېواد او ولس ته ډېر مضر او نه جبرانېدونکی وي؛ د ځوان نسل ضایع کولو په معنا ده، استعدادونه یې له منځه وړل کېږي.»

د حکمتیار په وینا، د اسلام له نظره په یوه اسلامي ټولنه کې د وخت د واکمنانو یو له مهمو مسوولیتونو د ځوان نسل روزنه ده؛ حکومت باید په دې برخه کې ټول موانع لرې کړي او ټولې اسانتیاوې د تعلیم لپاره برابرې کړي، دا یې مسوولیت دی.

دی وایي، د خرابو شرایطو یادول دا پرېکړه توجیه کولی نه شي.

د هغه په وینا، د جوماتونو، مدرسو او تعلیمي ادارو دروازې باید پرانیستل شي، نه دا چې وتړل شي.

د افغانستان د سرپرست حکومت دغه پرېکړه د ملګرو ملتونو او اسلامي سازمان په ګډون ګڼ شمېر نړۍوالو ادارو او لسګونو هېوادونو غندلې ده.

دغه راز د حکومت یو شمېر چارواکو او سیاسي مشرانو خواشیني څرګنده کړې او ډېرو افغانانو هم په ټولنیزو شبکو کې غندلې ده.

خو د لوړو زده‌کړو سرپرست وزیر مولوي ندامحمد ندیم تېره شپه ناوخته له ملي ټلوېزیون سره په یوه مرکه کې د دې پرېکړې لاملونه په ګوته کړل.

هغه وویل، په تېرو ۱۴ میاشتو کې د اناثو  زده‌کړو په ډګر کې منکرات موجود وو، له همدې امله یې په پوهنتونونو کې د زده‌کړو ځنډلو پرېکړه کړې ده.

[/restrict]

Views: 228

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.