Language

په سرپل کې د ۱۶۱ سوداګرو ښځو په ګډون له ۱۹۹ متشبثینو سره نغدي مرسته وشوه

سرپل (پژواک، ۳ مرغومی ۱۴۰۱): په سرپل کې یوې بهرنۍ موسسې د ۱۶۱ ښځو په ګډون ۱۹۹ کوچنیو متشبثینو ته څلور میلیون او ۴۳۱ زره افغانۍ وېشتلې دي.

د سرپل ولايت د صنعت او سوداګرۍ امر سيد عبدالقادر ايوبي پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه مرسته نن د ناروې د کډوالو پلاوي (NRC) له لوري ‎د سرپل په مرکز کې پر متشبثینو وېشل شوې ده.

ده زياته کړه: «د سرپل په مرکز کې د ١٩٩ کوچنيو سوداګرو لپاره چې ١٦١ يې ښځې دي، د کډوالو لپاره د ناروې د پلاوي له بودجې څلور ميليونه، څلور سوه او يو دېرش زره افغانۍ ووېشل شوې.»

هغه وويل، هر سوداګر ته له ٢٠ تر ٣٠ زره افغانۍ وېشل شوې څو وکولای شي د اړتيا وړ خام توکې او وسايل پرې واخلي.

login or register a new account.