ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتیکا په ګیان ولسوالۍ کې بیا زلزله شوې ده

د پکتیکا په ګیان ولسوالۍ کې بیا زلزله شوې ده

author avatar
24 Dec 2022 - 15:07
د پکتیکا په ګیان ولسوالۍ کې بیا زلزله شوې ده
author avatar
24 Dec 2022 - 15:07

ښرنه (پژواک، ۳ مرغومی ۱۴۰۱): د پکتیکا سمیه‌ییز چارواکي او د ګیان ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې په دې ولسوالي کې له پرون راهیسې درې ځلې زلزله شوې خو زیان یې نه دی اړولی.

په یاده ولسوالي کې د زلزله‌ځپلو کمپ د لوجستیک مسوول عبدالله جان پژواک خبري اژانس ته وویل، له پرون راهیسې په دې ولسوالۍ کې درې ځلې زلزله شوې چې ځینو ادارو د ریختر په کچه ۵.۶ درجې اټکل کړې ده.

دی وايي، تازه زلزلې د کورونو پخواني دېوالونه وران کړي خو ځاني زیان یې ځکه نه دی اړولی چې ډېر شمېر خلک لا هم په خېمو کې ژوند کوي.

نوموړی زیاتوي: «په ګیان کې لومړی ځل پرون مازدیګر، دویم ځل د شپې نهه نیمې او درېیم ځل نن سهار شاوخوا څلورنیمې بجې زلزله وشوه چې مالي زیانونه یې اړولي خو کره معلومات یې نشته، زموږ پلټنې دوام لري، په ډاګه به شي چې څومره مالي زیان یې اړولی دی.»

بلخوا د ګیان ولسوالي اوسېدونکي هم وایي چې له پرون راهیسې په دې ولسوالۍ کې درې ځلې د زلزلې زورور ټکانونه حس شوي دي.

د دې ولسوالۍ دوو اوسېدونکو عبدالولي او خیرالدین پژواک خبري اژانس ته وویل: «شپږ میاشتې مخکې مو په زلزله کې کورونه ونړېدل او د استوګنې لپاره مو له یخنۍ د ځان ساتلو په موخه په ځمکه کې لغمونه وکیندل، له پرون راهیسې زلزلې دغه لغمونه او د ځینو کورونو نیمه پاتې دېوالونه نړولي خو شکر چا ته یې ځاني زیان نه دی اړولی.»

د پکتیکا د پېښو پر وړاندې د چمتووالي رییس مطیع الله منصور هم پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دغه ولایت په ګیان ولسوالۍ کې درې ځلې زلزله شوې چې مالي زیانونه یې اړولي خو ځاني زیان نه لري.

هغه زیاته کړه، په سیمه کې د کمپ مسوولینو له لوري پلټنې روانې دي او وروسته به معلومه شي چې زلزلې څومره مالي زیان اړولی دی.

د یادونې ده، کابو شپږ میاشتې مخکې د پکتیکا په ګیان، برمل او د خوست په سپېره ولسوالیو کې زورورې زلزلې شوې وې چې په ډېره کچه ځاني او مالي زیانونه یې له ځان سره لرل خو له هغه وروسته په ګیان ولسوالۍ کې وخت ناوخت زلزلې کېږي.

Visits: 121

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.