ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مجاهد امریکا ته: هغه موسسې چې افغانستان کې فعالیت لري، د قوانینو او فرامینو پر رعایت مکلفې دي

مجاهد امریکا ته: هغه موسسې چې افغانستان کې فعالیت لري، د قوانینو او فرامینو پر رعایت مکلفې دي

author avatar
25 Dec 2022 - 22:05
مجاهد امریکا ته: هغه موسسې چې افغانستان کې فعالیت لري، د قوانینو او فرامینو پر رعایت مکلفې دي
author avatar
25 Dec 2022 - 22:05

اټلانټا (پژواک، ۴ مرغومی ۱۴۰۱): د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د امریکا سفارت شارژدافیرې څرګندونو ته کلک غبرګون ښودلی او ویلي یې دي، کومې موسسې چې دلته فعالیت کوي، باید قوانین او فرمانونه ومني.

د مجاهد او  امریکا شارزدافیرې کرن ډیکر ترمنځ په ټویټر کې د دې ډول تندو څرګندونو تبادله وروسته له هغه وشوه چې تېره ورځ د افغانستان سرپرست حکومت په نادولتي کورنیو او بهرنیو موسسو کې د ښځو پر کار کولو بندیز ولګاوه.

د حکومت دغه پرېکړه په پراخه نړۍواله کچه وغندل شوه، د نړۍوالو غبرګونونو په دوام کې د افغانستان لپاره د امریکا سفارت شارژدافیرې کرن ډیکر په ټویټر کې لیکلي: «له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو د سترې مرستندویې ټولنې د استازې په توګه، زه احساسوم، زه حق لرم چې د دې وضاحت وکړم چې طالبان څنګه د ښځو او ماشومانو د لوږې مخنیوي اراده لري؛ کله چې ښځې نور اجازه نه لري نورو ښځو او ماشومانو ته مرستې وویشي.»

هغې زیاته کړې چې دا د اقتصاد د وزیر قاري دین محمد حنیف پرېکړه ده او دا یې مسوول ګڼي.

د کرن ډیکر د څرګندونو په ځواب کې د اسلامي امارت او سرپرست حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په ټویټر کې لیکلي: «امریکايي چارواکي باید زموږ په کورنیو چارو کې مداخله ونه کړي.»

نوموړي زیاته کړې، کومې مؤسسې چې په افغانستان کې فعالیت لري؛ د هېواد د قوانینو او فرمانونو په رعایت مکلفې دي.

مجاهد وایي: «موږ چا ته اجازه نه ورکوو چې د بشري مرستو تر عنوان لاندې د ا.ا.ا پرېکړو او  مشرانو په اړه بې مسوولیته خبرې یا تهدید وکړي.»

د یادونې ده، د امریکا ترڅنګ اروپایي ټولنې، ملګرو ملتونو او ګڼ شمېر هېوادونو هم د سرپرست حکومت دغه پرېکړه غندلې ده.

د افغانستان د اقتصاد وزارت په مکتوب کې راغلي، د اقتصاد وزارت د افغانستان د اسلامي امارت په استازيتوب د کورنيو او بهرنیو مؤسسو د ټولو کړنو د همغږۍ او رهبرۍ مسوولیت لري. په دې وروستيو کې په کورنيو او بهرنيو نادولتي مؤسسو کې د اناث طبقې له خوا د اسلامي حجاب او د امارت د نافذه ټولو قوانينو او مقررات د نه مراعت کېدو په اړه جدي شکايتونه تر سترګو شوي دي.

په مکتوب کې زیاته شوې: «اقتصاد وزارت د مسوولیت او رسالت د رفع کولو په منظور چې د کورنيو او بهرنيو نادولتي موسساتو په کاري ساحه کې د امارت د نافذه قوانينو او مقرراتو د تطبيق لپاره يې لرلی او لري، ټولو محترمو موسساتو ته هدایت ورکول کېږي چې تر دويم هدايت پورې ټولې ښځينه کارمندانې چې له هغوی سره په اړوندو برخو کې وظیفې کوي، کارونه يې متوقف کړي.»

Views: 602

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.