ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلوچستان کې د یوه افسر په ګډون څلور پاکستاني سرتېري وژل شوي

بلوچستان کې د یوه افسر په ګډون څلور پاکستاني سرتېري وژل شوي

author avatar
25 Dec 2022 - 01:18
بلوچستان کې د یوه افسر په ګډون څلور پاکستاني سرتېري وژل شوي
author avatar
25 Dec 2022 - 01:18

[restrict paid=”true”]

اټلانټا (پژواک، ۳ مرغومی ۱۴۰۱): په بلوچستان او سوېلي وزیرستان کې د ناامنیو پېښو کې د څلورو پاکستاني سرتېرو په ګډون اووه کسان وژل شوي دي.

د بلوچستان ځایي چارواکي وایي چې د دې صوبې په کیچ ولسوالۍ کې د ډنوک او ګوګدان په منځنۍ سیمه کې وسله‌والو د امنیتي ځواکونو پر کاروان برید کړی دی.

سرچینې زیاته کړې چې په دغه برید کې د یوه افسر په ګډون څلور سرتيري وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.

امنیتي مسوولینو ویلي چې په سیمه کې چاڼیز عملیات پیل شوي، خو تر اوسه د پېښې په تړاو نه څوک نیول شوی او نه هم چا د دغه برید مسوولیت اخیستی دی.

خو له دې مخکې د دې ډول بریدونو مسوولیت د بلوڅانو ازادي غوښتونکو ډلې اخیست.

د یو بل خبر له مخې، د ډیورنډ پولې ته څېرمه د خيبر پښتونخوا اړوند سوېلي وزیرستان په برمل سیمه کې د یوې کورنۍ درې غړي وژل شوي دي.

ځایي سرچینو رسنیو ته ویلي چې دوی وړمه ورځ د نامعلومو کسانو له خوا تښتول شوي وو او نن یې مړي ترلاسه شوي دي.

سرچینو ویلي چې په وژل شوو کې مولوي نورزمان، د هغه زوی او وراره شامل دي.

[/restrict]

Views: 139

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.