ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د زابل په شاه‌جوی ولسوالي کې یو کتابتون پرانیستل شو

د زابل په شاه‌جوی ولسوالي کې یو کتابتون پرانیستل شو

author avatar
25 Dec 2022 - 16:32
د زابل په شاه‌جوی ولسوالي کې یو کتابتون پرانیستل شو
author avatar
25 Dec 2022 - 16:32

کلات (پژواک، ۴ مرغومی ۱۴۰۱): د زابل د شاه‌جوی ولسوالي د چینو اړوند په «هولان رباط» سیمه کې یو کتابتون جوړ او د مطالعې مینه‌والو پر مخ پرانیستل شو.

د زابل پوهنتون استاد او د کتابتون مسوول امان‌الله حقیار پژواک خبري اژانس ته وویل، شاه‌جوی د دغه ولایت له ګڼ‌مېشتو ولسوالیو ده چې د لوستو ځوانانو شمېر په کې ډېر دی.

د ده په خبره، په همدغه بنسټ یې په دې ولسوالي کې د یوه عامه کتابتون جوړولو هوډ وکړ.

هغه زیاته کړه، د کتابتون ودانۍ لپاره یوه ځايي قومي مشر مرسته ورسره کړې ده چې نه یوازې خپله نیم جریب ځمکه یې ده ته په واک کې ورکړه، بلکې د شاوخوا ۲۰۰ زره افغانیو په لګښت یې د څلورو خونو یوه ودانۍ هم ورباندې جوړه کړه.

دی وايي، تر دې مهاله یې د دغه کتابتون لپاره ۳۵۰۰ ټوکه دیني، ټولنیز، ادبي، تاریخي او نور کتابونه راټول کړي دي.

د ده په خبره، د دې ولسوالۍ ځوانان کولای شي له دې وروسته دغه کتابتون ته راشي او په ارامه فضا کې د خپلې علاقې وړ کتابونه مطالعه کړي.

نوموړي وویل، غواړي د خپلې ولسوالۍ ځوانان مطالعې ته وهڅوي او دلته دا دود عام کړي.

د زابل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د ځوانانو چارو مدیر نیاز محمد زیارمل پژواک خبري اژانس ته وویل، دا ګام د ډېرې ستاینې وړ دی چې ځوانانو په یوه محرومه سیمه کې کتابتون جوړ کړ.

د شاه‌جوی ولسوال مولوي رحمت‌الله جواد هم د دغه ګام د ستاینې تر څنګ یادونه وکړه چې زده کړه او مطالعه د پرمختګ یوازینۍ لار ده.

د هولان رباط چینو سیمې ځوانان خوښ دي چې په کتابتون ورته جوړ شوی او د لا غني کولو ژمنه یې کوي.

د نورمحمد په نوم یوه ځوان پژواک ته وویل، د دې ولسوالۍ ډېر ځوانان لوستي دي او دغسې یوه عامه کتابتون ته یې اړتیا لرله.

دی وايي، هڅه کوي تل دغه کتابتون ته د مطالعې لپاره ورشي او د غني کولو لپاره یې هم له خپل وس سره سم هڅې وکړي.

ده له حکومته وغوښتل چې د دغه کتابتون د کتابونو ډېرولو په برخه کې له دوی سره مرسته وکړي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.