Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

افغانستان کې پنځو موسسو خپل فعالیتونه وځنډول

افغانستان کې پنځو موسسو خپل فعالیتونه وځنډول

author avatar
25 Dec 2022 - 16:37
افغانستان کې پنځو موسسو خپل فعالیتونه وځنډول
author avatar
25 Dec 2022 - 16:37

کابل (پژواک، ۴ مرغومی ۱۴۰۱): د ناروې د کډوالو شورا، د ماشوم ژغورنې، پاملرنې، «ورلډ ویژن» او «سي‌ارایس» موسسو وروسته له هغه په افغانستان کې خپل فعالیتونه وځنډول چې په نادولتي موسسو کې د ښځو پر کار بندیز ولګېد.

د ناروې د کډوالو شورا (اېن‌ارسي) د اسیا څانګې د اړیکو سلاکار کریسټین جیپسن (Christia Jepsen) پژواک خبري اژانس ته د برېښنالیک له لارې وویل چې د «اېن‌ار‌سي» کارونه په افغانستان کې ځنډېدلي دي.

د اېن‌ار‌سي مشر  جان ایګلنډ  (Jan Egeland)هم پر خپلې ټوېټرپاڼې لیکلي: «طالبانو زموږ په ښځینه کارکوونکو بندیز ولګاوه او  اېن ار سي موسسه اړه شوه چې په ټول افغانستان کې بشري عملیات وځنډوي.»

هغه زیاته کړې چې دغه موسسه له خپلو ۴۷۰ افغان ښځینه همکارانو پرته کار نه شي کولای.

د ناروې د کډوالو شورا، د ماشوم ژغورنې او پاملرنې موسسو هم په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي چې په افغانستان کې خپل پروګرامونه ځنډوي.

په اعلامیه کې راغلي: «موږ نه شو کولی په مؤثره توګه له ښځینه کارکوونکو پرته په افغانستان کې اړو ماشومانو، مېرمنو او نارینه‌وو ته چوپړ وړاندې کړو.»  سرچینه وایي چې د ښځو د کار په اړه د یادې پرېکړې له پلې کېدو سره به زرګونه کسان دندې له لاسه ورکړي.

دغه راز یوې اسټرالیايي رسنۍ سېون‌نیوز نن خبر خپور کړی چې«ورلډ ویژن» موسسې په افغانستان کې خپل فعالیتونه د لنډ مهال لپاره ودرول.

دغه موسسه نجونو او هلکانو ته د ښه ژوند برابرولو برخه کې کار کوي.

سرچینې د یادې موسسې مشرې اسونتا چارلس (Asuntha Charles) له قوله لیکلي چې پر ښځینه کارکوونکو بندیز د افغانانو په ګټه نه دی.

هغه وايي: «په اوسني بشري ناورین کې چې ټول افغانستان یې ځپلی، موږ ډېرو خلکو ته اړتیا لرو چې په نادولتي موسسو کې کار وکړي څو دلته د ستونزو په کمولو کې مرسته وشي.»

د چارلس په خبره، دا پرېکړه به – چې ښځې به په موسسو کې کار نه کوي- هغه مېرمنې او نجونې په نامناسب ډول اغېزمنوي چې له غیردولتي موسسو ورته ګټه رسېده.

دغه راز په افغانستان کې د یوې نړۍوالې غیردولتي موسسې مشر چې نه غواړي نوم یې خپور شي، پژواک ته وویل چې په دغه هېواد کې «سي ار اېس» موسسې هم خپل فعالیتونه درولي دي.

هغه وایي چې په دې اړه د سي ار اېس موسسې کارکوونکو ته ایمل شوی دی.

د یادونې ده، تر اوسه یادې موسسې پر خپلې ویبپاڼې په دې اړه څه نه دي ویلي.

دی وایي، په افغانستان کې ټولې موسسې نن له غرمې وروسته ګډه ناسته لري، وروسته به معلومه شي چې څرنګه پرېکړه کوي.

په امریکا کې د دوکتورا زده‌کړو یوه محصل عبدالحمید هم پر خپلې ټوېټرپاڼې لیکلي چې په افغانستان کې «سي ار اېس» موسسې خپل فعالیتونه د لنډمهال لپاره ودرول.

پژواک دغه موضوع د اقتصاد وزارت له ویاند سره شریکه کړه، خو تر اوسه یې ځواب نه دی ورکړی.

اقتصاد وزارت تېره شپه په افغانستان کې کورنيو او بهرنيو انجیوګانو (موسسو) ته امر وکړ چې تر دويم امر پورې د ټولو هغو ښځينه کارکوونکو دندې وځنډوي چې له هغوی سره کار کوي.

Views: 566

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.