جلالاباد (پژواک، ۴ مرغومی ۱۴۰۱): د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رياست چارواکي وایي، د ملګرو ملتونو د پرمختيايي پروګرام په مالي ملاتړ يې د دغه ولايت په مومندرې ولسوالۍ کې د اوبو دوه کانالونه رغولي دي.
چارواکي وايي، د دغو کانالونو په رغېدو سره به شاوخوا ۲۰۰۰ جريب ځمکه خړوبه شي.
د ننګرهار ولايت د کرنې او مالدارۍ رييس عبدالستار محمد د مرغومي په ۴مه پژواک خبري اژانس ته وويل، د مومندرې ولسوالۍ په ګردي غوث سیمه کې د کرنې رياست په هڅو د ملګرو ملتونو پرمختيايي پروګرام (UNDP) په شپږ ميليون او ۵۰۰ زره افغانيو مالي لګښت او د اسلاميک ريليف مؤسسې په تخنيکي همکارۍ د نهه کيلومتره کانال پاکولو او رغونې چارې بشپړې شوې.
هغه زياته کړه چې د ياد کانال په اوږدو کې ۲۸۶ متره استنادي دېوال، څلور د اوبو کنټرول ورخونه او لس پلچکونه هم په اساسي ډول جوړ شوي دي.
نوموړی وايي، له دغه کاناله ۲۱۰۰ جريب کرنيزه ځمکه خړوبېږي او د دې پروژې پلې کېدو پر مهال ۱۰۶۸ کسانو ته د کار زمينه برابره شوې وه.
د کرنې رياست وايي، دغه راز د ننګرهار مومندرې ولسوالۍ په غزګي سيمه کې هم د يونيم ميليون افغانيو په مالي لګښت يو کانال ورغول شو.
د ننګرهار د کرنې رييس عبدالستار محمد وايي، دغه کال ۱۸۳ متره اوږدوالی لري چې د کرنې رياست په هڅو د ملګرو ملتونو پرمختيايي پروګرام په مالي لګښت او د سولې سړک موسسې په تخنيکي همکارۍ ورغول شو.
دی دا هم وايي، د ياد کانال ترڅنګ د ۱۵ متره په اږدوالي يو سربند او ۱۵ د اوبو کنټرول دروازې ورغول شوې چې په جوړېدو سره يې ۶۰ جريب کرنيزه ځمکه خړوبه شي. په دې پروژه کې ۷۵۰ کسانو ته د کار زمينه برابره شوې وه.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن