اټلانټا (پژواک، ۵ مرغومی ۱۴۰۱): په بلوچستان ایالت کې د یوې چاودنې له امله د یو افسر په ګډون پنځه پاکستاني سرتیري وژل شوي دي.
د پاکستان د پوځ د عامو اړیکو له دفتر څخه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا چاودنه پرون د بلوچستان په کوهلو ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
سرچینې زیاته کړې، چې د پوځ سرتیرو هلته چاڼیز عملیات ترسره کول، چې ناڅاپه یې پر یوه موټر چاودنه وشوه.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې چاودنه کې د یو افسر په ګډون پنځه سرتیري وژل شوي دي.
بلخوا ځینو سرچینو ویلي چې، په دې چاودنه کې شپږ نور سرتیري ټپیان شوي هم دي.
دا په تېره یوه اونۍ کې دویم ځل دی چې بلوچستان کې د پاکستان پر پوځ برید کیږي، درې ورځې مخکې په یوه برید کې څلور سرتیري وژل شوي وو.
Views: 114
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP