ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوړو او درملو ادارې ۲۱۰ ټنه بې‌کیفیته درمل او خوراکي توکي له منځه وړي دي

د خوړو او درملو ادارې ۲۱۰ ټنه بې‌کیفیته درمل او خوراکي توکي له منځه وړي دي

author avatar
26 Dec 2022 - 11:56
د خوړو او درملو ادارې ۲۱۰ ټنه بې‌کیفیته درمل او خوراکي توکي له منځه وړي دي
author avatar
26 Dec 2022 - 11:56

کابل (پژواک ۵ مرغومی ۱۴۰۱): د خوړو او درملو ملي ادارې ۲۱۰ ټنه بې‌کیفیته درمل او خوراکي توکي له منځه وړي دي او له سوداګرو یې غوښتي چې د نړۍوالو معیارونو خلاف درمل او خوراکي توکي هېواد ته وارد نه کړي.

د خوړو او درملو ملي ادارې په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه توکي د کابل په ګمرک کې قرنطین شوي وو او د بګرامیو ولسوالۍ اړوند په ګزک سیمه کې له منځه یووړل شول.

د یادې ادارې مشر عبدالباري عمر د دغو توکو د له منځه وړلو پرمهال له سوداګرو څخه غوښتي چې کم‌تاریخه، بې‌کیفته او د نړۍوالو معیارونو خلاف درمل او خوراکي توکي دې هېواد ته  نه واردوي.

Views: 75

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.