Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د غور یو شمېر سیمو کې خلک د څښاک پاکو اوبو له نشتوالي شکایت کوي

د غور یو شمېر سیمو کې خلک د څښاک پاکو اوبو له نشتوالي شکایت کوي

author avatar
27 Dec 2022 - 16:13
د غور یو شمېر سیمو کې خلک د څښاک پاکو اوبو له نشتوالي شکایت کوي
author avatar
27 Dec 2022 - 16:13

فېروزکوه (پژواک، ۶ مرغومی ۱۴۰۱): د غور ولايت په مرکز او ولسواليو کې خلک د څښاک پاکو اوبو ته له نه لاسرسي شکايت کوي او وايي، له ډېرو کلونو راهيسې له دې ستونزې سره مخ دي او هېڅ حکومت هواري ته یې پاملرنه نه ده کړې.

د مرغاب ولسوالۍ د «شو راه‌کن» کلي اوسېدونکي ۲۸ کلن ميراحمد د پژواک له خبريال سره په خبرو کې وویل، د څښاک پاکو اوبو نشتوالى د دې لامل شوى څو دى او نور کليوال یې د حیواناتو په وسیله له ۷ ساعته ډېره لاره ووهي او پاکې اوبه راوړي.

هغه زياته کړه: «د څښاک پاکې اوبه په ډېرې سختۍ راوړو، ځکه د اوبو چينې زموږ له کلي ډېر لرې دي... سهار چې په اوبو پسې ځو، غرمه کور ته راځو او اوبه پر خرو راوړو.»

د هغه په ​​خبره، دا ستونزه نوې نه ده، بلکې له څو کلونو راهيسې ورسره مخ دي، خو د تېر حکومت مسوولینو د دوی دې ستونزې ته هېڅ پاملرنه نه ده کړې.

خو دا يوازې د مرغاب ولسوالۍ اوسېدونکي نه دي چې د څښاک پاکو اوبو ته له نه لاسرسي شکايت لري، بلکې د نورو ولسواليو اوسېدونکي او ان د فېروزکوه ښار ځينو سيمو خلک هم د څښاک پاکو اوبو ته له نه لاسرسي شکايت کوي.

د فيروزکوه ښار د شویج کلي اوسېدونکي ٢٥ کلن ګل‌محمد پژواک ته وويل: «د څښاک پاکې اوبه له لرې ځایونو د خرو په وسیله راوړو، له ډېرو ستونزو سره مخ يو، ځکه اړ یو چې له درېيو تر څلورو ساعتونو لاره پلې ووهو.»

هغه وايي، په ژمي کې له لرې ځایونو د اوبو راوړلو له امله له ستونزو سره مخ‌ کېږي.

بل‌خوا، د فيروزکوه ښار د دهن‌تلې اوسېدونکى عبدالرحيم هم وايي، دوى هم د پاکو اوبو راړولو لپاره له یو تر دوه ساعته لاره وهي څو د ضحاک له چینې اوبه راوړي چې د فېروزکوه ښار ختیځ ته په پوزلچ سیمه کې ده.

هغه وايي: «د تېر حکومت مسوولینو زموږ په کلي کې د څښاک پاکو اوبو ستونزې حل لپاره هېڅ پاملرنه ونه کړه، ډېرې پيسې يې بې‌ځایه ولګولې، خو د اوبو رسونې هېڅ پروژه چې وکولای شي د خلکو ستونزې حل کړي، تطبیق نه کړه، موږ مجبور یو چې اوبه له همدې چینې یوسو.»

د غور ولايت د فېروزکوه ښار او يو شمېر ولسواليو اوسېدونکي له سرپرست حکومته د یادې ستونزې د هواري او په خپلو سيمو کې د پاکو اوبو د نل‌لیکو غځېدو غوښتنه کوي.

په ورته مهال، د غور ځايي مسوولین هم د خلکو لپاره د څښاک پاکو اوبو نشتوالي ستونزه تاییدوي او وايي، په تېرو شلو کلونو کې چې افغانستان ته ډېرې پیسې راغلې، خو بیا هم د دغه ولایت د خلکو لپاره هېڅ بنسټيز کار نه دى شوى.

د غور د کليو بیارغونې او پراختيا رياست مطبوعاتي مسوول ذبيح‌الله غوثي‌زاده پژواک ته وويل، که څه هم چې اسلامي امارت له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دی، خو بیا هم هڅه کوي چې د دغه ولايت د خلکو لپاره نورې پروژې پلې او د اوبو رسولو شبکې هم جوړې کړي.

هغه زیاته کړه: «موږ هڅه کوو چې له همکارو موسسو سره په همغږۍ د څښاک پاکو اوبو د کمښت ستونزه یوڅه هواره کړو؛ په تېرو ۷-۸ میاشتو کې مو په بېلابېلو سیمو کې د اوبو رسولو څو شبکې جوړې کړې او د خلکو ستونزې تر یوه حده حل شوې او هڅه کوو چې په نورو سیمو کې هم د اوبو رسونې شبکې جوړې کړو او د خپلو خلکو ستونزې هوارې کړو.»

دا په داسې حال کې ده چې د غور د سيمه‌ييزو مسوولینو په خبره، دوه ورځې مخکې هم د «سي‎.آر‌.اس» موسسې له لوري ‎د څه باندې ۳،۵ ميليون افغانيو په لګښت د فېروزکوه ښا د غلمين سيمې په دوو کليو کې د پاکو اوبو رسولو د دوو شبکو کار بشپړ شو.

د مسوولینو په خبره، د دغه پروژې په بشپړېدو سره به تر ۱۵۰ زياتې كورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی ومومي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.