Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د نورستان په دواب کې یوه روغتیايي مرکز ته ودانۍ جوړه شوه

پارون (پژواک، ۶ مرغومی ۱۴۰۱): د نورستان په دواب ولسوالۍ کې د سویډن موسسې له لوري د ۸ میلیون افغانیو په لګښت یوه روغتیايي مرکز ته ودانۍ جوړه او نن ګټې اخیستنې ته وړاندې شوه.

د نورستان د عامې روغتیا رییس مولوي نقیب‌الله نوري د دغې ودانۍ د پرانستې په مراسمو کې وویل، د دواب ولسوالۍ د روغتیايي مرکز مخکنۍ ودانۍ معیاري نه وه او د جګړو له امله زیانمنه شوې وه چې په بشپړه توګه یې بیارغولو ته اړتیا لرله.

هغه زیاته کړه، د ولسوالۍ د خلکو په غوښتنه د سویډن موسسې د ۸ میلیون افغانیو په لګښت پر یوه جریب ځمکه د روغتیايي مرکز دغه ودانۍ د څلورو میاشتو په موده کې له سره ورغول شوه.

نوموړی وايي، دغه بشپړ روغتیايي مرکز ۲۵ بسترونه او ۴۶ روغتیايي کارکوونکي لري چې د یادې ولسوالۍ ترڅنګ د منډول ولسوالۍ اوسېدونکي هم خپل ناروغان د درملنې لپاره ورته راوستلی شي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.