منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۳ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۳۸ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۷° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د نورستان په دواب کې یوه روغتیايي مرکز ته ودانۍ جوړه شوه

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۷۹ کتنې · تازه شوی

پارون (پژواک، ۶ مرغومی ۱۴۰۱): د نورستان په دواب ولسوالۍ کې د سویډن موسسې له لوري د ۸ میلیون افغانیو په لګښت یوه روغتیايي مرکز ته ودانۍ جوړه او نن ګټې اخیستنې ته وړاندې شوه.

د نورستان د عامې روغتیا رییس مولوي نقیب‌الله نوري د دغې ودانۍ د پرانستې په مراسمو کې وویل، د دواب ولسوالۍ د روغتیايي مرکز مخکنۍ ودانۍ معیاري نه وه او د جګړو له امله زیانمنه شوې وه چې په بشپړه توګه یې بیارغولو ته اړتیا لرله.

هغه زیاته کړه، د ولسوالۍ د خلکو په غوښتنه د سویډن موسسې د ۸ میلیون افغانیو په لګښت پر یوه جریب ځمکه د روغتیايي مرکز دغه ودانۍ د څلورو میاشتو په موده کې له سره ورغول شوه.

نوموړی وايي، دغه بشپړ روغتیايي مرکز ۲۵ بسترونه او ۴۶ روغتیايي کارکوونکي لري چې د یادې ولسوالۍ ترڅنګ د منډول ولسوالۍ اوسېدونکي هم خپل ناروغان د درملنې لپاره ورته راوستلی شي.

د هغه په وینا، د عامې روغتیا ریاست ژمن دی چې د نورستان اوسېدونکو ته غوره روغتیايي خدمات وړاندې کړي.

د دواب ولسوالۍ اوسېدونکي خوښ دي او وايي چې د نوې ودانۍ په جوړېدو به د دوی ستونزې حل شي.

د یادې ولسوالۍ د باداري کلي اوسېدونکي وزیر خان پژواک اژانس ته وویل، مخکې د ولسوالۍ اوسېدونکي اړ وو چې خپل ناروغان د درملنې لپاره لغمان ولایت ته یوسي، خو اوس چې روغتیايي مرکز ته ودانۍ جوړه شوه نو دا ستونزې به یې حل شي.

نورستان د هېواد په ختیځ کې هغه ولایت دی چې ډېر خلک یې په کلیو او بانډو کې ژوند کوي او روغتیايي خدمتونو ته یې لاسرسی لږ دی.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه