کابل (پژواک، ۶ مرغومی ۱۴۰۱): متحده عربي اماراتو او بحرین، افغانستان کې په غیردولتي موسسو کې د ښځینه کارکوونکو د کار ځنډولو پر پرېکړې نیوکې کړې وایي، دغه کار به په افغانستان کې د بشري مرستو رسولو چارې اغېزمنې کړي.
د اقتصاد وزارت د روانې مرغومي میاشتې په درېیمه د یوه مکتوب په صادرولو سره وویل، په دې وروستيو کې په کورنيو او بهرنيو نادولتي مؤسسو کې د اناثو له خوا د اسلامي حجاب او د امارت ټولو نافذه قوانينو او مقرراتو نه مراعت کېدو په اړه جدي شکايتونه تر سترګو شوي دي.
په مکتوب کې راغلي: «اقتصاد وزارت د مسوولیت او رسالت رفع کولو په منظور چې د کورنيو او بهرنيو نادولتي موسساتو په کاري ساحه کې د امارت نافذه قوانينو او مقرراتو تطبيق لپاره يې لرلي او لري، ټولو محترمو موسساتو ته هدایت ورکول کېږي چې تر دويم هدايت پورې ټولې ښځينه کارمندانې چې له هغوی سره په اړوندو برخو کې وظیفې کوي، کارونه يې متوقف کړي.»
په ملګرو ملتونو کې د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت د نړۍوالې همکارۍ او سیاسي چارو مرستیالې لانا زکي نسیبې نن په دې اړه په خپل ټویټر کې لیکلي: «دغه پرېکړه په افغانستان کې د بشري مرستو رسولو هڅې له خنډ سره مخ کوي او د ښځو، ماشومانو او بوډاګانو په ګډون په ټولنه کې تر ټولو ډېر کمزوري وګړي ترې اغېزمنېږي.»
هغې زياته کړې، د افغانستان شاوخوا درېیمه برخه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري او نږدې شپږ میلیون وګړي د لوږې له خطر سره مخامخ دي.
نسیبې وایي: «د اسلام دین ښځې ته لوړ مقام ورکړی او حقونه یې خوندي کړي، د ژوند په ډېرو برخو کې د ښځو او نجونو بشپړ او مساوي ګډون يې مهم بللی دی.»
دغهراز، بحرین هم په دې اړه غبرګون ښودلی او د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې یې راغلي، یاده پرېکړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ۲۶۱۵ پرېکړهلیک خلاف ده او خلکو ته د مرستو رسولو بهیر پر وړاندې خنډ ګرځي.
تر دې وړاندې هم په کور دننه او بهر پر یادې پرېکړې نیوکې شوې دي.
Views: 58
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن