[restrict paid="true"]
اټلانټا (پژواک، ۷ مرغومی ۱۴۰۱): د ملګرو ملتونو امنیت شورا ویلي چې د افغانستان سرپرست حکومت له خوا په نادولتي موسسو کې په ښځینه کارکوونکو د بندیز پرېکړه به پر بشرپالو فعالیتونو لوی او سملاسي اغېز ولري.
د امنیت شورا له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې له پوهنتونونو د نجونو منع کولو او د نجونو ښوونځيو له شپږم پورته ټولګیو بندولو په اړه هم ژوره اندېښنه ښودلې ده او په افغانستان کې یې د ښځو او نجونو د بشپړ هدفمن مشارکت او برابرۍ غوښتنه کړې ده.
په اعلامیه کې د امنیت شورا ۱۵ غړو د رایو په اکثرییت ویلي، په افغانستان کې د منځنۍ او لېسې دورې پر نجونو د تعلیم بندیز "د انساني حقونو د احترام او اساسي ازادیو سلبونې ډېرېدو په معنا دی.»
د افغانستان سرپرست حکومت د پوهنتون پر نجونو د تعلیم محدودیت داسې مهال اعلان کړ چې هممهاله امنیت شورا تېره اونۍ د افغانستان په تړاو نیویارک کې غونډه لرله.
امنیت شورا وايي، بشري برخه کې د ښځو پر کار بندیز چې تېره شنبې اعلان شو، د ملګرو ملتونو د چارو په ګډون «په هېواد کې د بشري چارو پر بهیر لوی او سملاسي اغېز لري.»
سرچینې زیاته کړې، دوی په افغانستان کې د خپل مرستندوی دفتر (یوناما) له لارې له افغانانو سره خپلو ژمنو او بشپر ملاتړ ته ژمن دي.
دا په داسې حال کې ده چې اقتصاد وزارت وړمه ورځ (د مرغومي ۳مه) په افغانستان کې کورنيو او بهرنيو موسسو ته امر وکړ چې تر دويم امر پورې د ټولو هغو ښځينه کارکوونکو دندې وځنډوي چې له هغوی سره کار کوي.
د دې پرېکړې په غبرګون کې تر اوسه شاوخوا اتو نړۍوالو موسسو په افغانستان کې خپل فعالیتونه درولي او یو شمېر نورو د فعالیتولو درولو ګواښ کړی دی.
د یادې پرېکړې پر ضد د نړۍوالو غبرګونونو په درشل کې د ملګرو ملتونو سرمنشي انټیوني ګوټریش هم ویلي، دا محدودیتونه د توجیه وړ نه دي، له بشري حقونو سرغړونه ده او باید لغوه شي.
https://twitter.com/antonioguterres/status/1607860706237644801?s=20&t=fki5tsFySHm3NhO_95JOXg
هغه په یوه ټویټ کې لیکل: «پر ښځو او نجونو د کاري ګومارنې او زدهکړو په اړه د طالبانو وروستي محدودیتونه د نه توجیه وړ او له بشري حقونو سرغړونه ده چې باید لغوه شي.»
ده زیاته کړې: «د ښځو او نجونو محرومولو او خاموشولو کړنې دوام لري چې دا کار د افغان ولس د کړاو او لویې رنځونې او د بالقوه افغانانو د بې توانه کولو لامل ګرځي.»
د نړۍوالو غبرګونونو په ځواب کې د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد ویلي، کومې مؤسسې چې په افغانستان کې فعالیت لري؛ د هېواد د قوانینو او فرمانونو پر رعایت مکلفې دي.
مجاهد وایي: «موږ چا ته اجازه نه ورکوو چې د بشري مرستو تر عنوان لاندې د ا.ا.ا د پرېکړو او مشرانو په اړه بې مسوولیته خبرې یا تهدید وکړي.»
[/restrict]
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP