Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

روسیه: امریکا له افغانستانه ووته او یو ویجاړ هېواد یې د ترهګرۍ او نشه يي توکو له ګواښونو سره پر ځای پرېښود

[restrict paid="true"]

اټلانټا (پژواک، ۷ مرغومی ۱۴۰۱): د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي، امریکا چې د نړۍ په هره برخه کې د بدلون هڅه کړې، د هغې سیمې خلک یې «له غم لړلې تراژیدۍ سره مخ کړي»؛ له افغانستانه هم وتښتېده او یو ویجاړ هېواد یې د ترهګرۍ او نشه‌يي توکو له ګواښونو سره پر ځای پرېښود.

د بي‌بي‌سي د خبر له مخې، لاوروف په مسکو کې د روسي رسنیو له مشرانو سره د روسیې بهرنۍ تګلارې په اړه د وروستیو معلوماتو شریکولو پر مهال پر امریکا توندې نیوکې کړې دي.

هغه زیاته کړې، امریکا چې د نړۍ په هره برخه کې د بدلون هڅه کړې، د هغې سیمې خلک یې «له غم لړلې تراژیدۍ سره مخ کړي دي.»

نوموړی له افغانستانه شل کاله وروسته د امریکایي ځواکونو وتلو په اړه وایي: «هغوی وتښتېدل او یو ویجاړ هېواد یې د ترهګرۍ او نشه‌يي توکو له ګواښونو سره پر ځای پرېښود؛ دا هر څه د امریکا تر نظر لاندې وشول، ټول پر دې واقعیت پوهېږي چې امریکایې سرتېرو د نشه‌يي توکو له قاچاقچیانو سره لاس یو کړ او کلونه له افغانستانه اروپا ته د مخدره توکو په قاچاق بوخت وو.»

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر امریکا تورنوي چې په شلو کلونو کې یې افغانانو ته «یوه صنعتي کارخونه هم جوړه نه کړه» چې د دغه هېواد د بې وزله خلکو ژوند ښه والي کې مرسته وکړي.

د روسیې بهرنیو چارو وزیر له خوا پر خپل تر ټولو لوی سیال امریکا دغه سختې نیوکې داسې مهال بیا بیا تکراریږي چې دغه دواړه هېوادونه د اوکراین جګړې او نور مسایلو پر سر ژور اختلافات لري.

مسکو پر واشنګټن تور پورې کوي چې د اوکراین جګړې اوږدولو لپاره له دغه هېواد سره میلیاردونه ډالر پوځي او ملکي مرسته کوي، خو امریکا بیا وايي چې روسیې پر خپلواک هېواد برید کړی چې باید دفاع یې وشي.

امریکا او د افغانستان سرپرست حکومت تر اوسه د روسیې بهرنیو چارو د وزیر څرګندونو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

[/restrict]

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.